د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان پاکستانیانو ته: اختر ساده ولمانځئ چې په کرونا اخته نشئ


د پاکستان صدراعظم عمران خان د خلکو نه غوښتي چې لوی اختر دې ساده ولمانځي چې د کرونا ویروس د خپریدو سبب نشي.

د پاکستان ولس د کوچني اختر په ورځو کې د حکومت لارښوونو ته پام ونکړ. په بازارونو او مسجدونو یو دم ورمات شول. د خلکو دا بې غوري په پاکستان کې په بې ساري توګه د کرونا د ویروس د خپریدو سبب شوه.

د کوچني اختر نه څو ورځې وروسته په پاکستان کې د کرونا ویروس دومره ډیر خپور شو چې د روغتیا نړیوال سازمان په ټول پاکستان کې د دویم لپاره د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو د بندیز غوښتنه وکړله.

عمران خان په ټویټر کې نن، جولای ۱۷ (چنګاښ ۲۷) لیکلي " لوی اختر باید ساده ولمانځل شي او د تیر اختر په شان نه وي چې خلکو لارښوونې د پامه وغورځولې او زمونږ روغتونونه د ناروغانو نه ډک شول ".

د پاکستان صدراعظم ویلي چې دا ځل یې امر کړی چې د حکومت لارښوونې به په جدي توګه عملي کیږي.

د حکومت د رسمي معلوماتو له مخې په پاکستان کې تر اوسه د کرونا په ویروس ۲۶۰ زره کسان اخته شوي او ۵۴۷۰ مړه شویدي.

د عمران خان په حکومت پدې خاطر انتقاد زیات شو چې په ملي کچه یې د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو بندیز لیرې کړ. ښاغلي خان ویلي و چې د پاکستان په شان بې وسه هیواد د بندیزونو او محدودیتو وس نلري.

XS
SM
MD
LG