د لاس رسي وړ اتصالات

سناتور مکین: د پاکستان نه بغیر په افغانستان کې سوله نشې راتلې


د سناتور جان مکین په مشرۍ دغه هیت د شمالي وزیرستان ښار میرامشاه ته هم سفر وکړ
د سناتور جان مکین په مشرۍ دغه هیت د شمالي وزیرستان ښار میرامشاه ته هم سفر وکړ

د امریکا سناتور جان مکین د یکشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان د همکارۍ نه پرته په افغانستان او سیمه کې سوله نه شي راتللی.

د امریکا د کانگرس د غړو یو هیت د ښاغلي جان مکین په مشرۍ پاکستان ته تللی دی او هلته یې د پاکستان د حکومت او پوځ د لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هیوادونو د اړیکو برسیره د ترهگرۍ په ضد د همکارۍ په موضوع خبرې کړیدي.

د امریکا د لوړ پوړو چارواکو دغه هیت د پاکستان د پوځ د لوی درستیز قمر باجوه او د صدراعظم نواز شریف د بهرنو چارو د مشاور سرتاج عزیز سره ملاقات وکړ.

د امریکا د کانگرس دغه غړي په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کوي چې د افغانستان په مسله د دغو دواړو هیوادونو تر منځ پوره هم اهنگي نشته دی.

د امریکا ولسمشر به د دی میاشتې په اخیره کې د افغانستان په هکله خپله پالیسي اعلانوي. امریکا او افغانستان په پاکستان تور لگوي چې د حقاني شبکې او طالبانو ته پناهځایونه ورکړیدي.

د پاکستان مطبوعات وایي چې سرتاج عزیز د امریکا هیت ته وویل چې د پاکستان پوځ په دی کې کامیابه شویدی چې د ترهگرو ځالې تباه کړي او د فعالیتونو مخه یې ونیسې.

سرتاج عزیز وویل چې په افغانستان کې د ثبات لپاره به د امریکا سره یو ځاې گټه وره همکارې وکړي.

هغه وویل چې اسلام اباد غواړي چې د امریکا سره ښې اړیکې ولري او د اسلامي دولت د ډلې د خط‏ر مخنیوې وکړي.

د پاکستان حکومت د دغه ملاقات نه وروسته په اعلامیه کې لیکلي دي چې سناتور جان مکین د دواړو ملکونو د تعلقاتو په اهمیت ټینگار وکړ. جان مکین د ترهگرۍ ضد په مبارزې کې د پاکستان د قربانیو یادونه وکړه او وی ویل چې پکار ده د پاکستان او د امریکا ترمنځ دغه همکاري دوام وکړي.

د امریکا د کانگرس د غړو دغه هیت په پنډۍ کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیزجنرال قمر جاوید باجوه سره ملاقات وکړو.

د پاکستان پوځ د دغه ملاقات نه وروسته یوه اعلامیه خپره کړه چې وایي دواړه خواوې پدې سره موافقه دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترهگرۍ په ضد همکارۍ ته ضرورت دی.

د امریکا په دغه هیت کې چې پاکستان ته یې سفر کړی، سناتور لنډسی گراهم، سناتوره الزبت وارن ، سناتور ډیوډپرډو او سناتو شیلډن وایټ هاوس شامل دي.

د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې د حقاني د شبکې او طالبانو په موضوع خرابې دي. امریکا د افغانستان هغه تورونه تکراوري چې پاکستان د ترهگرو مرسته کوي او هغوي د پاکستان نه په افغانستان کې دننه حملې کوي.

پاکستان په پرله پسې توگه دغه تورونه رد کړیدي.

XS
SM
MD
LG