د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې تېر کال د پولیو یوه پېښه هم ثبت شوې نه ده 


یو واکسین کوونکی ماشوم ته په خوله کې د واکسین څاڅکي څڅوي
یو واکسین کوونکی ماشوم ته په خوله کې د واکسین څاڅکي څڅوي

په پاکستان کې چارواکي وايي نن پنجشنبه جنوري ۲۷ (سلواغه اوومه) یو کال پوره شو چې په پاکستان کې د ګوزڼ کومه یوه پېښه نه ده ثبت شوې.

دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو کال په کې د پولیو کومه پېښه نه کیږي.

په رسمي ډول په یو هېواد کې باید درې کاله پرلپسې د ګوزڼ پېښې ونشي چې د دغه ویروس بیخ وویستل شي، مګر د پاکستان غوندې یو هېواد کې چې د پولیو کمپاین په کې له تهدیدونو سره مخامخ دی، یو کال هم لویه خبره ده.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته چارواکي وايي پاکستاني طالبان نور هم زړور شوي او د واکسین د کمپاین په ډلو باندې بریدونه کوي.

خو د واکسین ډلې وايي هوډ لري چې خپل کار به روان ساتي. په خیبرپښتونخوا کې یوې واکسین کوونکې سدرا حسین د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي: «ژوند او مرګ د خدای په لاس کې دی. موږ باید راشو. موږ بېرته شاته نشو تلای.»

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس د پولیو په واکسین کوونکو باندې په وروستي برید کې په کوهاټ کې د دغې ډلې یو ساتونکی وژل شوی دی. راپورونه وايي چې له ۲۰۲۱ راپدیخوا په پاکستان کې وسله والو د پولیو واکسین شاوخوا ۷۰ کارکوونکي وژلي دي، اکثریت پېښې په خیبرپښتونخوا کې شوې چې وسله وال طالبان په کې فعال دي.

خو د پاکستاني طالبانو ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې «دوی د پولیو په هېڅ کارکوونکي برید نه دی کړی» او د دوی هدف د پاکستان امنیتي ځواکونه دي.

په خیبرپښتونخوا کې د مردان د کمیسارۍ مرستیال حبیب الله عارف وايي: « هغوی [واکسین کوونکي] چې هر چېرې کار وکړي، پرې برید کیږي.» هغه وویل چې د پولیو ختمول له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي خو «موږ به پولیو او اورپکو ته ماتې ورکوو».

په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد مبارزه له ۱۹۹۴ راپدیخوا روانه ده او شاوخوا ۲۶۰ واکسین کوونکو په کې برخه اخیستې ده. خو د پاکستان په ځینو سیمو کې یو شمېر خلک د پولیو واکسین د کمپاین په اړه یو لړ شکونه او اندېښنې لري.

د پاکستان د پولیو ختمولو د برخې مشر شهزاد بیګ وایي: «د پاکستان په ځینو مشخصو سیمو کې [پولیو واکسین] د لویدیځ توطیه بلل کېږي.»

د ګوزڼ یا پولیو ویروس ماشومان فلج کوي او مرګونی بلل کیږي. د دغه ویروس لپاره هېڅ درمل نشته خو دا بې خطر واکسین کولای شي ماشومان تقریبآ ټول عمر له فلج کېدو څخه وژغوري.

د نړۍ په نورو هېوادونو کې دا ویروس په بشپړ ډول ختم شوی، خو افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه بلل کېږي چې لا یې هم ماشومان د دغه ویروس قرباني دي.

د یو شمېر ډاکټرانو په وینا تر څو چې په دغو دووو هېوادونو کې هم د پولیو واکسین په بشپړ ډول ختم شوی نه وي، ویره شته چې د پولیو ویروس د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم بېرته سر راپورته کړي.‌

XS
SM
MD
LG