د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه روغتیايي مسؤولین: کورنۍ باید د پولیو په اړه روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي


خوست ولایت کې در پولیو کمپاین
خوست ولایت کې در پولیو کمپاین

د فراه روغتیایي چارواکي‌ له کورنیو غواړي چې د ګوزڼ په اړه روغتیايي سپارښتنې په پام کې ولري او د دې ناروغۍ په وړاندې اغیزمنه مبارزه وکړي.

د فراه د دوه سوه بستریز روغتون رئیس، ډاکټر صلاح‌الدین احدي وایي کورنۍ باید له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي، تر څو هیڅ ماشوم د پولیو ضد واکسین څخه پاتې نه شي.

ډاکټر احدي امریکا غږ ته وویل: " خلک باید تل د پولیو ضد کمپاین له روغتیايي ټیمونو سره د ماشومانو د واکسین په برخه کې مرسته او همکاري وکړي، تر څو د ګوزڼ ناروغۍ په بشپړه توګه له هیواده محوه شي."

بل لوري ته، د فراه یو شمېر قومي‌ مشران د ګوزڼ ناروغۍ د ناوړه اغیزو په تړاو اندیښمن دي او وايي چې دا یوه داسې ناروغي ده چې نه یواځې د ماشومانو ژوند او روغتیا ګواښي، بلکه د ګوزڼ وهلو ماشومانو کورنۍ له بې شمېره ستونزو سره مخ کوي.

د فراه یو تن قومي مشر محمد عارف شیدا امریکا غږ ته وویل: " موږ په ټولنه کې ډیرې داسې پیښې لیدلي چې د ګوزڼ له امله ماشومان معلول شوي او هغوی د کورنۍ د نور غړو د اوږو بار ګرځیدلي."

د فراه ولایت بل اوسیدونکی محمد نسیم ریحان وایي کله چې د یوه ګوزڼ وهلي‌ کس بدمرغیو ته ځیر شو او د یوه روغ انسان له ژوند سره ېې پرتله کړو، نو بیا هلته پوهیږو چې ګوزڼ څومره خطرناکه ناروغي ده.

د ښاغلي ریحان په وینا، دا چې د پولیو ناروغۍ علاج نلري او پایله ېې معلولیت دی، نو کورنیو ته په کار ده چې خپل ټول ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.

روغتیا پالان هم تینګار کوي چې د ګوزن څخه د ماشومانو د خلاصون یواځنۍ لاره د پولیو ضد واکسین ده.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم پکې د ګوزڼ ناروغۍ د تنکیو ماشومانو ژوند ګواښي.

XS
SM
MD
LG