د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي شاعرې د ادبیاتو د نوبل جایزه وګټله 


امریکایي شاعره لوویس ګلوک
امریکایي شاعره لوویس ګلوک

امریکایي شاعرې لوویس ګلوک، د ۲۰۲۰ کال د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټونکې اعلان شوه.

د سویډن د اکاډمۍ منشي متس مالم وویل چې دغه خبر د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په اتمه (تلې ۱۷) سهار وختي میرمن ګلوک ته ورکړل شو او هغه "حیرانه او خوشحاله" شوه.

میرمن ګلوک د امریکا د ییل پوهنتون استاده ده. هغه ۷۷ کلنه ده او لومړنی اثر یې چې "Firstborn" یا لومړی تولد نومیده په ۱۹۶۸ کال کې خپور شو او بیا د امریکا د معاصرو ادبیاتو د یوې وتلې شاعرې په توګه یې ټولنه کې ځان ته ځای جوړ کړ.

د سویډن د نوبل جایزو اکاډمۍ د میرمن ګلوک د اشعارو په هکله وویل چې د هغې د شعر ډېر تمرکز د ماشومتوب، کورني ژوند او د والدینو، خویندو او وروڼو ترمنځ په نژدې اړیکو باندې دی.

د اکاډمۍ په وینا کې راغلي دي: "هغه په خپلو شعرونو کې، هغه څه ته چې د خیالونو او ارمانونو څخه پاتې دي غوږ نیسي او هیڅوک د باطلو خیالاتو په وړاندې په مقابله کې له هغې څخه جدي نشي کیدای."

د طب، فزیک، کیمیا، ادبیاتو او سولې په برخو کې د نوبل جایزې د یو سویډني صنعتګر، بډای او د ډینامیټ د مخترع الفرد نوبل، په غوښتنه په ۱۹۰۱ کال کې د هغه د مړینې نه پنځه کاله وروسته وویشل شوې.

د فزیک، کیمیا او طب د نوبل جایزې د روانې اونۍ په لومړیو اعلان شوې او ټاکل شوې.

د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر هغوی چې سږکال یې د نوبل جایزې ګټلې په ۲۰۲۱ کې به راوبلل شي چې د ۲۰۲۱ کال د نوبل جایزې د ګټونکو سره یوځای خپلې بریاوی ونماځي.

XS
SM
MD
LG