د لاس رسي وړ اتصالات

د خوراک نړیوال پروګرام د سولې نوبل جایزه وګټله 


د خوراک نړیوال پرواګرام په نړۍ کې د لوږې ختمولو هڅو لپاره د ۲۰۲۰ کال د نوبل جایزه وګټله.

د نوبل جایزې د کمیټۍ مشر، بیرت ریش اندرسن په دې اړه وویل چې د خوراک نړیوال پروګرام په نړۍ کې د لوږې ختمولو لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې کړې دي او د دغو هڅو له کبله په یو شمېر جنګ ځپلو سیمو کېلوږه د جګړې د یوې وسیلې په توګه نه ده کاریدلې.

د سولې نوبل جایزه ددې اونۍ اومه نوبل جایزه ده چې د ۱.۱ میلیون ډالرو او د سرو زرو یو مډال سره یو ځاې ورکول کیږي.

دغې جایزې ته د افغانستان د پارلمان مخکنۍ غړې فوزیه کوفي هم کاندیده وه. مېرمن کوفي اوس د افغانستان د «اسلامي جمهوریت» د مذاکره کوونکو د پلاوي غړې ده چې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

تر دې وړاندې یوې امریکایي شاعرې، میرمن ګلوکتهد ادبیاتو او د کیمیا نوبل جایزه دوو ښځو پوهانو ته ورکړل شوه چې د جنتیکي کودونو د بیا کتنې لپاره د "جنتیک قیچۍي" په نوم یوه وسیله جوړه کړې وه.

همداراز د درملو په برخه کې د نوبل جایزه په ګډه دوو امریکايي او یو برتانوي ساینسپوهانو هاروي الټر، مایکل هوټن او چارلس رایس ته ورکړل شوه. دوي د تور زیړي یا هیپټایټس سي ویروس په اړه څیړنې کړې وې.

د طب، فزیک، کیمیا، ادبیاتو او سولې په برخو کې د نوبل جایزې د یو سویډني صنعتګر، بډای الفرد نوبل، په غوښتنه په ۱۹۰۱کال کې د هغه د مړینې نه پنځه کاله وروسته وویشل شوې.

د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي لپارههغه کسانچې سږکال یې د نوبل جایزې ګټلې په ۲۰۲۱کې به راوبلل شي چې د ۲۰۲۱کال د نوبل جایزې د ګټونکو سره یوځای خپلې بریاوی ونماځي.

XS
SM
MD
LG