روسیې موافقه کړیده چه شمالي کوریا ته هغه د یوولس ملیاردو ډالرو پور چ د شوروی د زمانی راهیسې د مسکو پوروړی دی نوي فیصده ، ، ور وبخښي.
د روسیی مامورینو او د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وايي دغو دوه هیوادونو د دوشنبې په ورځ په مسکو کې د غونډی په دوران کې دغه موافقه امضا کړه. ددغې موافقې یو څه جزییات خپاره شویدي.
د روسیې د مالي چارو وزیر سرگي سټارچک مخکې ویلي و چه مسکو به د خپل پور نوي فیصده شمالي کوریا ته پریدي او پاتی برخه ېی په شمالي کوریا کې د انرژې ، روغتیا او تعلیم په پروژو ولگول شي.