د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا یو ځل بیا څو بلاستیکي میزایل وتوغول


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د جنوبي کوریا پوځ وایي چې شمالي کوریا نن چهارشنبه مارچ ۲۲ (وري دویمه) د کوریا د لویدیځې جزیرې د ساحل په اوبو کې څو کروز میزایل ویشتلي دي.

د جنوبي کوریا لوی درستیز وايي چې دا میزایل له ساحلي ولایت هامهونګ څخه توغول شوي.

نوموړي وویل چې د جنوبي کوریا او متحدو ایالتونو مسئولین به د توغول شویو میزایلو په اړه جزیات تحلیل او تجزیه کړي.

جنوبي کوریا او امریکا تېره اوونۍ ګډ پوځي تمرینونه پيل کړل او له هماغې راهېسې دا څلورم ځل دی چې شمالي کوریا بلاستیکي میزایل توغوي.

پیونګ یانګ دا ګډ تمرینونه په شمالي کوریا باندې د برید لپاره چمتوالی ګڼي، خو امریکا او جنوبي کوریا وايي چې دا تمرینونه دفاعي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د دوشنبې په ورځ وویل چې د شمالي کوریا پارونکي اقدامات د کوریا په ټاپو کې د جنوبي کوریا او امریکا د پوځي تمرینونو د زیاتېدو لامل شوي دي.

د جنوبي کوریا او امریکا ترمنځ ګډ پوځي تمرینونه، چې د ۱۱ ورځو لپاره په پام کې نیول شوي وو، سبا پنجشنبه ختمېږي.

د کوریا په ټاپوزمه کې له هغه وروسته کړکیچ زیات شو چې شمالي کوریا تېرکال ځان یو اتومي ځواک اعلان کړ او تقریبآ هره میاشت د بین القاره يي میزایلو او نورو وسلو ازموینې کوي. له همدې کبله جنوبي کوریا او امریکا ګډ پوځي تمرینونه او امنیتي همکارۍ زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG