د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي په جنوبي کوریا کې خپلې پرمختللې وسلې زیاتوي  


د امریکا او سهیلي کوریا دفاع وزیران، لویډ آسټن او  لي جوګ سوپ
د امریکا او سهیلي کوریا دفاع وزیران، لویډ آسټن او  لي جوګ سوپ

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ استن د سه شنبې په ورځ جنوري ۳۱ (سلواغې ۱۱) وویل چې واشنګټن به د شمالي کوریا له تهدیداتو سره د مقابلې په هدف د کوریا په وچه کې د جنګي جیټ او بم غورځوونکو الوتکو په ګډون د خپلو پرمختللو وسلو کچه زیاته کړي.

امریکا په دې کار سره غواړي چې د شمالي کوریا د تهدیداتو د مقابلې په هدف له جنوبي کوریا سره د ګډ رونیز او عملیاتي پروګرام جوړول تقویه کړي.

د امریکا او جنوبي کوریا د دفاع وزارتونو په وینا، استن وروسته له هغه په سویل کې دغه څرګندونې وکړې چې نوموړي د جنوبي کوریا له دفاع وزیر لي جوګ سوپ سره د عملي انداخت د بیا پیل او په سیمه کې پر وخت او همغږي شکل د امریکا د ستراتیژیکو امکاناتو د ځای پرځای کیدو په ګډون، د مشترکو نظامي تمرینونو په پراختیا هوکړه وکړه.

اآسټن په داسې حال کې دا سفر کوي چې جنوبي کوریا غواړي د امریکا قوي تعهد ترلاسه کړي چې د شمالي کوریا د اتومي برید په صورت کې د خپل متحد د ساتلو په هدف په عاجل او په پریکنده شکل له خپلو اتومي وړتیاوو څخه کار اخلي.

د جنوبي کوریا امنیتي اندیښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې شمالي کوریا په ۲۰۲۲ میلادي کال په لسګونه میزایل و ازمایل او داسې احتمال شته چې یو شمیر دغه میزایل د اتومد لیږد وړتیا هم لري او داسې طرحه شوي چې په جنوبي کوریا او د متحدو ایالتونو په خاوره اهداف په نښه کړي.

واشنګټن او سویل همدارنګه په وروستیو میاشتو کې د شمالي کوریا تسلیحاتي ازمایښتونو ته په کتو له جاپان سره خپلې امنیتي همکارۍ پیاوړي کړي چې پکې د میزایلو دفاع او د اوبتلونو ضد جګړې تمرینونه هم شامل دي.

اسټن وویل:" موږ د پنځم نسل الوتکې اف – ۲۲ او اف- ۳۵ ځای پرځای کړې، موږ په وچه کې د سمندري قواو یوه ډله ځای پرځای کړه، تاسې په راتلونکې کې داسې نور فعالیتونه هم کتلی شي."

دغه جګپوړي نظامي چارواکي وویل د خپلو متحدینو د ساتلو په هدف د اتومي امکاناتو په ګډون له خپل ټول نظامي ځواک څخه کار اخیستلو ته ژمن دي او په دې اړه یې تعهد ټینګ دی.

متحده ایالات په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې شمالي کوریا د ۲۰۲۲ میلادي کال په جریان کې د میزایلو ګڼ شمیر ازمایښتونه وکړل چې دې کار نه یوازې جنوبي کوریا اندیښمنه کړه بلکې نړیوال غبرګونونه یې هم راوپارول.

XS
SM
MD
LG