د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د شمالي کوریا د توغندیو د ازمایلو په هکله له خپلو متحدینو سره مشوره کوو


شمالي کوریا د جمعې په ورځ د جنوری ۱۴ ( مرغومي ۲۴) دوه بالستیک توغندي وازمایل، چې په دوه اوونیو کې دا د پیونګ یانګ له خوا د توغندیو درېیم ازمایښت دی.

د رویټرز د خبري اژانس د راپور پراساس دغو توغندیو د ۳۶ کیلومترو په لوړوالي ۴۳۰ کیلومتره مزل وکړ.

په آرام سمندر کې د امریکايي ځواکونو قومندانۍ د شمالي کوریا له خوا د توغندیو د توغولو په ځواب کې د یوې بیانیې په خپرولو سره له جنوبي کوریا او جاپان څخه د امریکا د "دفاع په ژمنې" ټینګار کړی او ویلي دي چې امریکا په دې هکله له خپلو متحدینو سره په سلامشورو بوخته ده.

په بیانیې کې راغلي دي:" که څه هم زمونږ د ارزونې له مخې دغه ازمایونه د امریکا او متحدینو قلمرو او ځواکونو ته کوم عاجل خطر نه شمېرل کیږي، خو بیا هم د شمالي کوریا د غیرقانوني وسلو د پروګرام بې ثباته کونکی اغېز ښيي. امریکا د جنوبي کوریا او جاپان دفاع ته په کلکه ژمنه ده."

دغه توغندي د جمعې په ورځ څوساعته وروسته له هغه وتوغول شول چې د امریکا حکومت د شمالي کوریا په څوکسه لوړپوړو چارواکو د مخکنیو ازموینو له امله بندیزونه ولګول.

پیونګ یانګ د توغندیو له توغولو وړاندې په یوې بیانیې کې ګواښ کړی و که چیرې امریکا د مقابلې په دریځ کې پاتې شي د شمالي کوریا له شدید او صریح غبرګون سره به مخامخ شي.

شمالي کوریا د جنورۍ په ۱۱ (مرغومي ۲۱) هم یو بالستیک توغندی توغولی و.

له دې وړاندې د جنورۍ په ۵ هم شمالي کوریا ادعا کړې وه چې یو" هایپرسونیک " د غږ له سرعت چټک توغندی یې په بریالیتوب سره ازمویلی دی. خو د پوځي چارو کارپوهانو ویلي دي چې ښايي پیونګ یانګ د غږ له سرعت څخه د چټک میزایل د ازمویلو په هکله مبالغه کړې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۳ ( مرغومي ۲۳) وویل چې شمالي کوریا د توغندیو په ازمایلو سره، ښايي د پاملرنې د جلبولو په لټه کې وي.

دغه لوړپوړي امریکايي ډپلومات د شمالي کوریا له خوا د بالستیک میزایلو امتحانول یو" بې ثباته کونکی" اقدام وباله. ښاغلي بلینکن یوځل بیا له شمالي کوریا څخه وغوښتل چې امریکا سره خبرو ته کیني، ځکه امریکا د دغه هیواد د مشر کیم جونګ اون له رژیم سره د دښمنۍ نیت نه لري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د سه شنبې په ورځ، د شمالي کوریا له خوا د دویم بالستیک توغندي له توغولو وروسته، د دغه هیواد له چارواکو وغوښتل چې له نورو پاروونکو کړنو څخه ډډه وکړي او له امریکا سره خبرو ته را ودانګي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پیونګ یانګ دغه اقدام د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له پریکړه څخه سرغړونه او د شمالي کوریا ګاونډیو او نړیوالې ټولنې ته ګواښ بللی دی.

XS
SM
MD
LG