د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: شمالي کوریا د مزایلو په ازمایلو احتمالا ځان ته د پام اړولو هڅه کوي


د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۳ (مرغومي ۲۳) وویل شمالي کوریا ممکن د مزایلو په آزمایلو سره چې د هغه په وینا، بې ثباته کوونکي دي، د پاملرنې د خپلولو په هڅه کوي.

د امریکا دغه جګپوړي دیپلومات یووځل بیا له شمالي کوریا وغوښتل چې له امریکا سره خبرو ته کیني ځکه د هغه په وینا، د کیم جونګ اون د رژیم په وړاندې "خصمانه نیت" نشته.

ښاغلي بلینکن له MSNBC ټلویزیون سره په مرکه کې وویل:" زه فکر کوم چې شمالي کوریا له دې څخه یو څه د پاملرنې د خپولو هڅه کوي. دا پخوا شوي دي. دا ممکن دوام وکړي."

بلینکن زیاته کړه، د شمالي کوریا ازمایښتونه عمیقا بې ثبات کوونکي، خطرناک دي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیکونو سره توپیر لري.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ د چهار شنبې په ورځ جنوري ۱۲ راپور ورکړ چې د هغه هیواد رهبر کیم جونګ اون په خپله د هایپرسونیک یا د غږ تر سرعت څخه د ګړندي توغندي د ازمایښت له بهیر څخه لیدنه وکړه، دا له یوې اوونۍ څخه په کم وخت کې د اټم لرونکي شمالي کوریا له خوا د هاپیرسونیک توغندیو دویم ازمایښت دی.

واشنګټن ډیر ژر د بالستیک توغندیو د پروګرام سره په تړاو د شمالي کوریا پر پنځو چارواکو بندیزونه ولګول، هغه اقدام چې د پیونګ یانګ ویاند هغه محکوم کړل او ویې ویل دا بندیزونه په عمدي ډول د حالت د خرابوالي لپاره شوي دي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه بیان کې چې د هغه هیواد له دولتي ټلویزیون څخه خپور شو وویل که:"امریکا د تقابل دا ډول موقف خپل کړي، شمالي کوریا به شدید او پریکنده غبرګون ته مجبور شي."

د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره د امریکا د پخواني جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ تر درې ځله ملاقات وروسته، د دواړو لورو تر منځ ډیپلوماټیک تماسونه دریدلي دي.

د ټرمپ‌ خبرې له شمالي کوریا سره د کوم توافق د رامنځ ته کیدو لامل نشو او شمالي کوریا په ټیټه کچه د تعامل په اړه د امریکا د اوسني حکومت وړاندیز ته علاقه مندي نده ښودلې.

XS
SM
MD
LG