د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا اتومي پروگرام نړۍ ته خطر پېښوي-نیکي هیلي


په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي ویلي چې د شمالي او جنوبي کوریاگانو د لوړپوړو مشرانو مذاکرات د امریکا لپاره ښه خبر دی خو هغې خبردارې هم ورکړ چې شمالي کوریا اوس هم نړۍ ته خطر پېښوي.

اغلې هیلي د اې بي سي ټلویژن ته په خبرو کې وویل "دا یو ډیر خطرناک حالت دی. امریکا به په شمالي کوریا فشار ته دوام ورکړي."

نیکي هیلي وویل چې امریکا د شمالي کوریا د تباه کولو وړتیا لري. هغې وویل چې که چیرته کم جان اون په امریکا د اتومي حملې فکر وکړي نو دا به امریکا نه بلکه شمالي کوریا ویجاړه کړي.

نیکي هیلي د شمالي کوریا مشر کیم جان اون ته د ولسمشر ټرمپ د ځواب دفاع وکړه. د شمالي کوریا مشر ویلي و چې د اتومي وسلو تکمه د هغه په میز ده او دا چې د هغوي توغندي د امریکا د ویشتلو وړتیا لري.

ټرمپ د کیم اون دغه بیان ته په خپل ټویټر کې سخت ځواب ورکړ او وې لیکل چې هغه هم د اتومي وسلو تکمه لري او د هغه تکمه د شمالي کوریا د تکمې نه لویه ده او کار هم کوي.

د ولسمشر ټرمپ په دغه ټویټ باندې ځینو سیاستمدرانو اعتراضونه وکړل خو هیلي وایي چې د ولسمشر ټرمپ دغه ځواب مناسب و. هغې دا هم وویل چې د دې نه مخکې چې امریکا د شمالي کوریا سره خبرې وکړي، شمالي کوریا باید د اتومي وسلو د جوړولو نه لاس واخلي.

په جنوبي کوریا کې راتلونکي میاشت د اولمپک لوبې کیږي چې کیدی شي شمالي کوریا پکې هم گډون وکړي. هم په دې موضوع د شمالي او جنوبي کوریاگانو لوړپوړي چارواکې د سه شنبې په ورځ خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG