د لاس رسي وړ اتصالات

دا د امریکا ارمان دی خو مونږ اتومي پروگرام نه پریږدو-شمالي کوریا


شمالي کوریا وایي چې دا د امریکا ارمان دی چې شمالي کوریا دې د خپل اتومي پروگرام نه لاس واخلي خو هغوي به چیرته هم دغه ونکړي.

شمالي کوریا وایي چې د ملگروملتونو وروستی پریکړه لیک چې په شمالي کوریا یې ډیر سخت اقتصادي بندیزونه ولگول، د هغوي په ضد د جنگ اعلان او د هغوي په ملي حاکمیت تیرې دی.

ملگروملتونو د جمعې په ورځ د شمالي کوریا په خلاف یو پریکړه لیک تصویب کړ چې د هغې په اساس یې په شمالي کوریا سخت اقتصادي بندیزونه ولگول.

ملگروملتونو د شمالي کوریا د بالیستک توغندیو د ازمیونو په غبرگون کې دغه اقدامات کړیدي. شمالي کوریا حتی دا هم ویلي دي چې داسې بالیستک توغندی یې جوړ کړیدی چې د امریکا خاوره په نښه کولی شي.

د شمالي کوریا د بهرنوچارو وزرات د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي "د ملگروملتونو دغه پریکړه لیک د امریکا د فشار نتیجه ده. دا زمونږ ملي حاکمیت ته تاوان رسوي. دا د کوریا د ټاپو او د سیمې سوله او ثبات د گواښ سره مخ کوي. مونږ د ملگروملتونو دغه پریکړې لیک غندو."

په دغه اعلامیه کې دا هم لیکل شویدي چې که امریکا غواړي چې په سوله کې ژوند وکړي نو هغوي دې د شمالي کوریا په وړاندې خپله د تشدد پالیسي بدله کړي.

د یادونې وړ ده چې په امریکا کې د ولسمشرټرمپ سیاسي مخالفینو هغه ستایلی دی چې په شمالي کوریا یې فشار زیات کړیدی.

XS
SM
MD
LG