د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا رهبر امریکا د تاوتریخوالو په رامنځ ته کیدو تورنه کړه


د شمالي کوریا دولتي رسنۍ راپور ورکړی چې ددغه هیواد رهبر کیم جونګ اون د سه شنبې په ورځ اکټوبر ۱۲ (تلې ۲۰) د امریکا متحده ایالات د کوریا په وچه کې د تاوتریخوالو په رامنځ ته کیدو او جنوبي کوریا په ریاکاري تورن کړي دي.

د شمالي کوریا د رسمي خبري آژانس د راپور په حواله، د یاد کوریا رهبر د (د ۲۰۲۱ د ځان دفاع) په وینا کې ویلي دي د امریکا "غلط محاسبات او اعمال" په دې مانا دي چې بې ثباتي به حل نشي.

پیونګ یانګ د خپلو اټومي وسلو او بالستیک توغندو له امله چې د کیم جونګ اون د واکمنۍ پرمهال یې د جوړیدو بهیر ګړندۍ پرمختګ کړی د ګڼو نړیوالو بندیزونو سره مخ دی.

شمالي کوریا په ۲۰۱۷ کال کې داسې مزایل وازمایل چې کولی شي د امریکا وچې ته ورسیږي او تر ټولو پرمختللي اټومي کوپړۍ هم ولیږدوي.

پیونګ یانګ وایي دا وسلې یې د امریکا د یرغل په وړاندې د ځان د دفاع لپاره پکار دي.

شنونکي وایي شمالي کوریا د یوه اټومي قدرت په توګه غواړي چې خپل روابط عادي کړي.

د جوبایډن په مشرۍ د امریکا حکومت څو ځله ویلي دي چې د پوینګ یانګ په وړاندې خصمانه هدف نلري. خو کیم وایي:"د هغوی رفتار موږ ته هیڅ دلیل نه راکوي چې ولي موږ پر هغوی باور وکړو."

خو کیم ټینګار کړی دی چې د شمالي کوریا وسلې د ځان د دفاع لپاره دي او هدف یې هیڅ کوم خاص هیواد ندی.

د شمالي کوریا د رهبر دغه وینا وروسته له هغه وشوه چې یاد هیواد په وروستیو اوونیو کې د اوږده واټن ویشتونکي کروز مزایل ازمایلي دي، هغه مزایل چې د غږ تر سرعته ګړندي دي او کولی شي اټومي کوپړۍ هم ولیږدوي.

په ۲۰۱۸ کال کې کیم د شمالي کوریا لومړی رهبر وو چې د امریکا د هغه وخت له برحال جمهور ډانلډ ټرمپ سره یې په سینګاپور کې وکتل.‌

یادو مشرانو له لومړۍ غونډې یو کال وروسته د ویتنام په هانوی کې هم وکتل خو د خبرو پروسه تر ډیره د هغه څه له امله چې پوینګ یانګ یې د بندیزونو کمیدل غواړي، ځنډیلې ده.

د بایډن حکومت ویلي دي چې غواړي د اټومي‌ بې وسلې کونې په هدف په هر وخت او ځای کې له مخکینیو شرطونو پرته د شمالي کوریا له مقاماتو سره وګوري.

XS
SM
MD
LG