یو امریکایي چارواکي د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې ۵) وویل، امریکایي سرتیری ټرویس کینګ چې د جولای په میاشت کې له جنوبي کوریا څخه شمالي کوریا ته له تېرېدو وروسته د پیونګ یانګ له خوا نیول شوی و، اوس د امریکا په توقیف کې دی.
د جمهور رئیس بایډن د ادارې یو جګپوړي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل: "زه سمدلاسه دا تائید کولی شم چې ټریوس کینګ د متحده ایالاتو په توقیف کې دی."
دغه امریکایي چارواکي دا څرګندونې پداسې حال کې کړي چې د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس نن د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې هیواد یې پریکړه کړې چې د متحده ایالاتو سرتیری ټرویس کنګ، چې د جولای په میاشت کې له جنوبي کوریا څخه شمالي کوریا ته د اوښتلو وروسته توقیف شوی و، بیرته له دې هیواد څخه باسي.
خو اژانس دې په دې اړه جزئیات نه وو ورکړي چې کینګ به کله خوشې شي او چیرته به ولیږل شي.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس همداشان ویلي چې د تحقیقاتو د بشپړولو وروسته، "د کوریا د دموکراتیک جمهوریت اړونده ادارې پریکړه کړې چې د متحده ایالاتو د اردو یو سرتیری ټرویس کنګ چې په غیرقانوني ډول" ددې هیواد خاورې ته داخل شوی و، بیرته له هیواد څخه وباسي.
شمالي کوریا ادعا کوي چې کینګ د متحده ایالاتو په اردو کې د ناوړه چلند او نژادي تبعیض څخه د خلاصون لپاره دې هیواد ته ورغلی دی.
رپورټ وایي "د کوریا د دموکراتیک جمهوریت د اړونده ارګان د تحقیقاتو له مخې، ټرویس کنگ اعتراف وکړ چې هغه دې خاطر په غیرقانوني توګه د کوریا د دموکراتیک جمهوریت خاورې ته ننوتی دی چې هغه د متحده ایالاتو په اردو کې د غیر انساني چلند او نژادي تبعیض په وړاندې بد احساس درلود او د متحده ایالاتو د غیر مساوي ټولنې په اړه ناراضه و."
کینګ د جولای په ۱۸ نیټه د دواړو کوریاګانو ترمینځ د غیر نظامي ساحې د لیدولو لپاره د سیلانیانو له یوې ډلې سره تللی و چې بیا له پولې اخوا ته تیر شو.
ټاکل شوې وه کینګ چې د وهلو ډبلو په یوې قضیې کې د انضباطي پایلو سره د مخ کیدو لپاره په جنوبي کوریا کې په یو ملکي زندان کې څه موده بندي و، د ټکزاس په ایالت کې د امریکا د پوځ یوې اډې ته انتقال شي او د پوځ څخه د ایستلو چارې یې پیل شي.
خو هغه متحده ایالاتو ته د ستنیدلو پر ځای له هوایی ډګر څځه وتلی او د دواړو کوریاګانو ترمنځ د پولې د لیدلو لپاره د سیلانیانو سره تللی او بیا بلې غاړې ته اوښتی دی.
کینګ پداسې حال کې شمالي کوریا ته اوښتی چې د دواړو کوریاګانو ترمنځ اړیکې د دوی تر ټولو ټیټې نقطې ته رسیدلي، دپلوماسۍ په ټپه دریدلې او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د تاکتیکي اتومي وسلو په ګډون د وسلو د پراختیا غوښتنه کوي.
د کینګ په اړه دا نوی پرمختګ پداسې حال کې رامنځته کیږي چې واشنګټن د هغه په هکله د ملګرو ملتونو او د واشنګټن او پیونګ یانګ تر منځ د منځګړي هیواد سویډن اقداماتو ته سترګې په لار و.
فورم \ دبحث خونه