د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ ( اګست ۱۹) وویل، وروسته له هغه یې د یو روسي ډیپلومات د ایستلو پریکړه وکړه چې په اوسلو کې یو نارویژی تبعه د جاسوسۍ په تور ونیول شو.
د ناروې پولیسو د دوشنبې په ورځ (اګست ۱۷) ویلي، دا کس روسي دیپلومات ته چي ویل کې د استخباراتو د برخي یو افسر دی په غیر قانوني ډول د معلوماتو په انتقال تورن و.
ددغه دیپلومات نوم اخیستل شوی ندی خو د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټروډو ماسیدې ویلي چې هغه په اوسلو کې د روسیې سفارت د تجارت په څانګه کې کار کاوه
ښاغلي ماسیدې څرګنده :" هغه داسې فعالیتونو کړي چې د یوه ډیپلومات په توګه د هغه له ونډې او موقف سره اړخ نه لګوي."
د خطراتو د مدیریت او د کیفیت د تضمین مشوره ورکوونکي بنسټ DNV د سه شنبې په ناوخته وویل، تورن نارویژي له دوی سره د تیلو او ګازو په څانګه کې کار کاوه او ټکنالوژۍ د برخې کارپوه وو.