د لاس رسي وړ اتصالات

ناروې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربتوب کوي؛ طالبان هم ورځي


د ناروې د بهرنیو چارو وزارت وایي ټاکل شوې تر دوو راتلونکو ورځو پورې ددې هیواد په مرکز اوسلو کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربتوب وکړي چې طالبان هم په کې ګډون کوي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۱ (سلواغې اوله) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دې غونډې ته د طالبالنو سربیره د افغانستان د مدني ټولنې په ګډون ددې هیواد مختلف قشرونه رابلل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو استازي به ددغه دوه ورځنۍ غونډې کې د ګډون سربیره د ناروې د مقاماتو او د نړیوالې ټولنې له استازو په ځانګړې توګه د ناروې له متحدینو سره وګوري.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې پدې غونډه کې به د ښځو د حقونو فعالان، خبریالان او هغه کسان چې د بشري حقون، بشري، اقتصادي، ټ،لنیزو او سیاسي مسایلو کې ښکیل دي هم ګډون ولري.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس دا غونډه د "طالبانو د مشروعیت یا په رسمیت پیژندلو" لپاره نده، بلکې دا هیواد په ټولنه کې د بشري حقونو د د وضعیت د ښه کیدو او د ښځو د مشارکت او د بشري هڅو د غښتلي کولو په اړه د طالبانو سره د خبرو وروسته د افغانستان د ولس د ملاتړ لپاره ده.

په اعلامیه کې د ناروې د بهرنیو چارو وزیر آنیکن هویتفلډ له خولې راغلي: «مونږ نشو کولای اجازه ورکړو چې سیاسي وضعیت په یوې سختې انساني غمیزې واوړي."

طالبانو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي خو ویل کیږي چې د طالبالنو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متکي به ددې ډلې د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ناروی ته سفر وکړي.

په اعلامیه کې همداشان ویل شوي، چې ناروې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندیښنه لري؛ چې ددې وزارت په وینا په میلیونونو کسان د یوې څرګندې "انساني فاجعې" سره مخامخ دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري کړکیچ سره د مبارزې لپاره د طالبانو له استازو او مدني ټولنې سره کتنه مهمه بللې ده.

د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی دی چې د طالبانو له استازو سره په کتنه کې به د نجونو د زده کړو، بشري حقونو او په ټولنه کې د ښځو د مشارکت په اړه بحث او خبرې وکړي.

کې د ناروی یو پلاوي څه موده وړاندې کابل ته سفر کړی و او د طالبانو له مقاماتو سره یې د بشري حقونو د وضعیت او پدې هیواد کې د موجود بشري بحران په اړه خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG