د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: اروپايي ټولنې په کابل کې خپل سفارت خلاص کړ


د اروپايي ټولنې بیرغ
د اروپايي ټولنې بیرغ

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، اروپايي ټولنې په کابل کې خپل سفارت رسماً خلاص کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بخلي تیره شپه جنورۍ ۲۰ (مرغمومې ۳۰) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاد سفارت خپل کار پيل کړ.

ښاغلي بلخي زیاته کړې: "د اروپايي اتحاديې استازو سره د پرلپسې ملاقاتونو او تفاهم وروسته همدې اتحادیې په کابل کې خپل دايمي حضور لپاره سفارت رسماً پرانيست او عملي کار یې پیل کړ."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د څه باندې ۲۶۸ میلیونه یورو مرستې د تازه ژمنې هر کلی هم کړی دی.

اروپايي ټولنې تر دا مهاله په افغانستان کې د خپل سفارت پرانیستلو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې سعودي عربستان او اندونیزیا هم په کابل کې د خپلو سفارتونو د بیرته پرانیستلو خبر ورکړ و.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته ګڼو هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه بند او یا یې هم قطر ته انتقال کړل.

خو طالبانو واک ته له رسېدو وروسته ټولو هیوادونو ته د امنیت ډاډ ورکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې بیرته کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

چین، پاکستان، ایران، ترکیه، قطر او روسیه له هغو هیوادونو څخه وو چې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته په کابل کې خپل سفارتونه نه و بند کړي.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی و چې متحده عربي اماراتو هم په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیستلی دی.

XS
SM
MD
LG