د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو مجلس دریو غړو د افغانستان د شتمنیو د آزادیدو غوښتنه کړې


د متحده ایالتونو د استازو مجلس دریو غړو د چهار شنبې په ورځ جنوري ۱۹ (مرغومي ۲۹) له جمهور رئیس جوبایډن څخه وغوښتل چې د افغانستان شتمنۍ آزادې کړي څو دې ډول په هغه هیواد کې د اقتصادي مشکلاتو او بشري ناورین مخه ونیول شي.

د استازو د مجلس دوو دیموکراتو غړو جیسن کرو او ټام مالینوسکي او د همدې مجلس جمهوري غوښتونکي غړي پیټر مایجر د یوه لیک په خپرولو سره د امریکا له جمهور رئیس جوبایډن څخه غوښتي دي چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو یوه د پام وړ برخه آزاده کړي څو د افغانانو مشکلات چې د اقتصادي‌ ستونزو له امله رامنځ ته شوي، یو څه کم شي.

د امریکا د استازو مجلس دې غړو ویلي دا پیسې د بهرنیو مرستو یوه برخه وه چې د افغانستان خلکو ته ځانګړې شوې وې خو د اګست په پنځلسمه نیټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته د جوبایډن حکومت دا پیسې کنګل کړې.

ددې لیک په یوه برخه کې راغلي:" کله چې وروستي امریکایي افغانستان پریښود، امریکا ژمنه وکړه چې افغانستان یوازې نه پریږدي. دا هغه تیروتنه ده چې پخوا مو کړې ده او موږ او د افغانستان خلکو ته یې ناوړه عواقب درلودل. موږ باید په خپلو ژمنو ودریږو او هغه څه چې پکار دي، وکړو څو ډاډ ترلاسه شي چې په افغانستان کې د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنې له منځه نه ځي."

د امریکا د استازو مجلس دغو دریو غړو په خپل لیک زیاته کړې:"موږ نشو کولی اجازه ورکړو چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو سازمانونو په خوندي پټنځای بدل شي کوم چې د امریکایانو د وژلو او زموږ پر هیواد د برید پلان لري."

دغو جګپوړو امریکایي سیاستوالو خبرداری ورکړی که:"که موږ ونشو کړای د انسانانو هغه له درده ډک حالت ته چې په هغه ځای کې رامنځ ته کیږي رسیدګي ‌وکړو ، دا ویرونکې سناریو به نوره هم زیاته شي."

دا د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې د یوه شمیر امریکایي قانون جوړونکو د لیک په تعقیب وړاندې کیږي، هغوی هم د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په هدف د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادیدو غوښتنه کړې وه.

د امریکا د استازو د مجلس دغو دریو غړو ویلي چې د افغانستان له بیوزلو خلکو سره مرستې نه یوازې د امریکا اخلاقي مسولیت دی بلکې دا مرستې د امریکا د امنیت لپاره هم ضروري دي څو افغانستان یو ځل بیا "زموږ د دښمنانو" په خوندي پټنځای بدل نشي.

خو دغو امریکایي قانون جوړونکو ویلي چې دا بشري مرستې دې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه سازمانونو له خوا په مستقیم ډول د افغانستان خلکو ته مهیا شي څو طالبان ورڅخه مستفید نشي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه نیټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته امریکا او نورو غربي هیوادونو د افغانستان کابو ۱۰ میلیارده ډالره شتمني کنګل کړه او دغو پیسو ته یې د طالبانو لاسرسی بند کړ، هغه اقدام چې د جګړه ځپلي افغانستان اقتصاد حالت یې نور هم خراب کړ.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې اوسمهال د افغانستان د کابو ۴۰ میلیونه نفوس څخه ، ۲۴ میلیونه بیړنیو بشري مرستو ته ضرورت لري او ۸.۷ میلیونه کسان د لوږې په درشل کې دي.

XS
SM
MD
LG