د لاس رسي وړ اتصالات

اګلنډ: د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې خوارځواکي اضطراري حالت ته نږدې شوې


د ناروې د کډوالو شورا وايي، چې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د خوارځواکۍ وضعیت اضطراري حالت غوره کړی دی.

ددغې شورا عمومي رئیس ین اګلنډ د چهارشنبې د ورځې ناوخته اګست نهم (زمري ۱۸) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې اوس مهال ۱۵.۲ میلیونه افغانان په لوړه کچه د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي.

ښاغلي اګلنډ ویلي: "اوس مهال د بودیجې کمبود د ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ ولایتونو کې په پراخ ډول د هغو کسانو شمیر کم کړی، چې د خوړو د مرستو لپاره د هدف په توګه ټاکل شوي و".

د ناروې د کډوالو د شورا خبرداری ورکړی، چې که چیرې د بودیجې کمبود له منځه لاړ نشي په واقعي بڼه دا خطر شته، چې د خوړو د مرستو پروګرام د کال تر پایه پای ته ورسیږي.

د ناروې د کډوالو د شورا دغه چارواکی په دې باور دی، چې د بودیجې ډیر زیات کموالی او د اقلیم بدلون یو بل ته سره لاس ورکړی او د خلکو یو داسې ټولنه یې رامنځ ته کړی، چې اوس مهال په عاجل ډول مرستو ته اړتیا لري.

دمخه د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي و، چې د بودیجې کمبود د ملګروملتونو د ادارو د مرستو رسونې بهیر په مختلفو برخو باندې ناوړه اغیزه کړې دی.

ملګرو ملتونو له وړاندې افغانستان کې د روان کال تر پایه د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د ۱.۳ میلیاردو ډالرو د بودیجې د کمبود خبر ورکړی دی.

اوچا ددې د اګست په درییم وویل، چې د بودیجې د کموالي له امله ۱۳ میلیونو کسانو سره د ملګرو ملتونو د خوړو مرستې بندې شوي او هم ددغو مرستو د کمیدو وروسته تر۲۶۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي افغانستان کې په روان ۲۰۲۳ کال کې ۲۹.۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او د ملګرو ملتونو ادارو د پلان له مخې ټاکل شوې، چې ۲۱.۳ میلیونو کسانو ته سږکال مرسته برابره شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" وايي، چې د مرستو د برابرولو لپاره سږکال ۳.۲ میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده چې ددغو پیسو ۱.۳ میلیارده ډالره یې دغې ادارې ته نه دي برابرشوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له وړاندې ویلي، چې د بودیجې د کمبود له امله یې له لس میلیونو افغانانو سره چې د لوږې د ګواښ سره مخ دې خپلې مرستې بندې کړي دي.

ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې د خپلو پروګرامو لپاره ۱.۳ میلیاردو ډالرو بودیجې د کمبود سره مخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG