د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: د کافي بودېجې د کموالي له کبله به لسګونه زره افغان ماشومان له تعلیم څخه محروم شي


د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" وايي، چې د افغانستان د پوهنې سکټور د بودیجې کمیدل به د روان ۲۰۲۳ کال د اګست او اکتوبر په میاشتو کې د کلیوالو ښوونځیو په ۳۳۰۰ ټولګیو کې د زده کړو د بهیر ځنډیدو سبب شي.

اوچا د سه شنبې په ورځ اګست اتم( زمري ۱۷) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې اوس مهال په دغو ټولګیو کې څه باندې ۱۶۶ زره زده کوونکي، چې ۵۲ فیصده یې نجونې دي، زده کړې کوي.

اوچا ویلي:" د پوهنې د سکټور د بودیجې د کمبود به د روان ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې تقریبآ د ۲۸۰۰ ټولګیو او د اکتوبر په میاشت کې د ۳۳۰۰ ټولګیو د تړلو سبب شي، چې په ۱۶۶ زره او ۲۲۰ ماشومانو چې ۵۲ فیصده یې نجونې دي اغیز ولري."

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" همداشان ویلي، چې ددې سربیره د بودیجې کمبود به په ۸۰۰ ښوونځیو کې ۸۰ زره ماشومانو ته د کیفیت لرونکې زده کړو مناسب چاپیریال باندې هم اغیز ولري او هم به ۱.۲ میلیون ماشومان به د درسي موادو دوییم او درییم ځل ویش څخه بې برخې شي.

افغانستان کې د مۍ په میاشت کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د ملګروملتونو څخه وغوښتل، چې د کلیوالو ټولګیو د زده کړو بهیر دې د غیر دولتي موسسو څخه دغه وزارت ته وسپاري. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" دغو ټولګیو ته مالي امکانات برابرول.

ملګروملتونو له وړاندې افغانستان کې د روان کال تر پایه د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د ۱.۳ میلیاردو ډالرو د بودیجې د کمبود خبر ورکړی دی. اوچا د اګست په درېیمه وویل چې د بودیجې د کموالي له امله ۱۳ میلیون کسانو سره د ملګروملتونو د خوړو مرستې بندې شوي او هم ددغو مرستو د کمیدو وروسته تر۲۶۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي افغانستان کې په روان ۲۰۲۳ کال کې ۲۹.۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او د ملګروملتونو ادارو د پلان له مخې ټاکل شوې، چې ۲۱.۳ میلیونو کسانو ته سږکال مرسته برابره شي. د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" وايي، چې د مرستو د برابرولو لپاره سږکال ۳.۲ میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده چې ددغو پیسو ۱.۳ میلیارده ډالره یې دغې ادارې ته نه دي برابرشوي.

نړیواله ټولنه افغانستان سره د مرستو د بندیدو د نورو عواملو ترڅنګ د بشري حقونو او د ښځو د کار او زده کړو په اړه د طالبانو پالیسۍ هم د مرستو د کمیدو یو لامل ګڼي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د رسیدلو وروسته نه یوازې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې نجونې له زده کړو منع کړي، بلکې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې یې هم ښځې او نجونې له زده کړو منع کړي او هم یې د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې ښځې له کار کولو منع کړي دي.

ددې سربیره طالبانو حکومت د ښځو د سینګارتونونو په ګډون ښځې عمومي حمامونو، ورزشي کلپونو ته د تللو هم منع کړي دي. همداشان طالبانو له کور څخه بهر د سفر مهال یې پر ښځو د محرم د لرلواو د حجاب اغوستلو شرطونه هم ایښيي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG