د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو هغه جرمنۍ نرسه نیولې چې د ۵ ماشومانو د وژلو هڅه یې کړې وه


په جرمني کې چارواکو د اولم د ښار په روغتون کې يوه نرسه د ۵ ماشومانو د وژلو د هڅې په تور نیولې.

د چارواکو په وینا دغې نرسې د روغتون د جدي پاملرنې/ ایمرجنسۍ په برخه کې کار کاوه او غوښتل یې چې دغو ماشومانو ته مورفین تطبیق کړي.

ډاکټرانو ویلي چې د دسمبر په ۲۰ نیټه دغه ماشومانو ته سخت ساه لنډی پیدا شو چې د روغتیايي کارکوونکو له ډیرو هلو ځلو وروسته له مرګه وژغورل شول.

د پیښې په اړه د چارواکو څیړنې ښيي چې دوي په مورفینو ککړه پیچکارۍ د دغه روغتون د یوې نرسې په المارۍ کې پیدا کړې.

د اولم د ښار د پولیسو رییس، برنهارد ویبر د پنجشنبې په ورځ (جنوری ۳۰) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ټولو ماشومانو عمرونه له یوې میاشتي کم دي.

د روغتون چارواکي وایي چې لومړی داسې انګیرل کیدل چې دغه ماشومان په کومې مکروبي بیمارۍ اخته شوي خو وروسته يې د یو لړ معاینانو وروسته په وینه کې مورفین تثبیت شول.

مورفین داسې یوه مخدره دارو دي چې د روغتون په نسايي او ولادي برخه کې ساتل کیږي او یواځې په ډیرو خاصو شرایطو کې کارول کیږي.

تورنې شوې نرسې دغه ټول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هیڅکله یې د دغو ماشومانو د وژلو نیت نه درلود.

XS
SM
MD
LG