د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: پر کلیسا برید پاملرنه د وسلو کنټرول ته اړولې ده


د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د تور پوستو امریکایانو په یوه کلیسا د ډزو وروسته په سپنې ماڼي کې خبري کانفرانس ته د وینا په حال کې
د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د تور پوستو امریکایانو په یوه کلیسا د ډزو وروسته په سپنې ماڼي کې خبري کانفرانس ته د وینا په حال کې

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما په جنوبي کارولینا کې د تور پوستو په یوه کلیسا کې د ډزو په پیښه ژوره اندیښنه او خواشینې څرگنده کړې ده او ددې وژنو وروسته یې خپله پاملرنه په امریکا کې د وسلو کنټرول ته اړولې ده.

یوه ورځ وروسته له هغې چې یو سپن پوستي ځوان د جنوبي کارولینا په چارلسټن ښار کې د تور پوستو وګړو د کلیسا دننه ډزې وکړې، جمهور رئیس بارک اوباما چې خبریالانو ته یی خبری کولې اندیښمن ښکاریده.

ښاغلي اوباما ژوره خواشینې څرگنده کړه او ویې ویل چې دا د ډیر تاسف او خپگان ځای دی چې خلگ په یو داسې ځاي کې وژل کیږي چې دوی هلته سوله او آرامي لټوي.

ښاغلي اوباما وویل « ما ته دا نه ده پکار چې په داسي احساساتو کې راگیر شم چې د دې په شان غمجنو پېښو نه را پیدا کیږي. ما په ډیرو حالاتو کې داسي وینا گاني کړي دي.»

فیډرالي چارواکي، چې ددې ډزو تحقیقات کوي هغه د کرکې یو جنایي جرم ګڼي، که څه هم ددې جزیات لا تراوسه نه دي معلوم چې کومو علتونو دغه وسله وال کس دې ته اړ کړ چې دا کار وکړي، خو ښاغلي اوباما دغه پیښه د سیاسي حساسې مسلې د ړسلو د کنټرول سره اړوند وبلله.

ښاغلي اوباما وویل، « موږ تراوسه لا په ټولو حقیقتونو نه یو خبر، خو موږ په دی پوهیږو چې یو وار بیا بي گناه خلگ له دی کبله ووژل شول چې یو چا چې غوښتل هغوی ووژني، نو په ډیري آسانۍ سره یې وسله تر لاسه کړه.»

د امریکا جمهورئیس وویل چې د متحده ایالاتو خلگ باید په دی پوه شي او دی هم په دې حقیقت باور لري چې دا ډول ډله ییزي وژنې په نورو پرمختللو هیوادونه کې نه پیښیږی.

د امریکا د متحده ایالاتو د جنوبي کارولینا د ایالت د چارلیسټن په ښار کې د تور پوستو په یوې کلیسا باندې په ډزو کې د نهو کسانو د وژلو نه وروسته پولیسو یو سړی په دې ارتباط نیولی او په هغه ښار کې ویر او ماتم خپور دی.

فډرالي چارواکي په دې اړه تحقیقات کوي چې دا قتلونه د کرکې په اساس شوي دي که نه. پولیسو ٢١ کلن ډایلان سټارم روف پرون د پنجشنبې په ورځ هغه وخت ونیو چې هغه د پېښي د ځای نه تقریبا ۴٠٠ کیلومتره لېری شمالي کارولینا ته داخل شوی و.

د چارلیسټن د پولیسو قوماندان گریگ مولین خبریالانو ته وویل چې، روف چې یو سپین پوستی دی، د چهارشنبې په ورځ په دغه افریقایي ـ امریکایي کلیسا کې د عبادت کوونکو په یوه ډله کې تقریبا یو ساعت ناست و چې وروسته یې په خلکو باندي په ډزو پیل وکړ.

XS
SM
MD
LG