د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: کانګرس دي د کورونو د بامسوله خاوندانو سره مرسته وکړي


ولسمشر براک اوباما په کانگرس کې له جمهوري غوښتونکو نه وغوښتل چې داسي لایحه دي تصویب کړي چې له مخې به یې د کورونو د با مسؤله خاوندانو سره مرسته وشي چې خپل کورونه له سره بیا په قسط واخلي. په تاریخي لحاظ اوس د ربحی نرخ ډیر ټیټ دی.

ولسمشر اوباما نن د شنبی په ورځ پخپلې هفته ایزې راډیويي وینا کې وویل چې د فبروری په میاشتې کې يي خپل پلان کانگرس ته استولی و خو جمهوري غوښتونکو ورته په مخکي خنډونه واچول او په دغه لایحې باندې رای گیري ونشوه.

ښاغلی اوباما له امریکایانونه غوښتي دي چې د خپلو وکیلانونه څخه غواړي چې دغه پلان تصویب کړي.

په کانگرس کې د اریزونا جمهوري غوښتونکي وکیل (جیف فلیک ) پخپله هفته ایزه راډیويي وینا کې وویل چې بې له شکه ولسمشر اوباما ته کمزوری اقتصاد پاتې و خو د اقتصاد په تقویه کولو کې ډیر کم کار شوی دی.

فلیک وویل د ښاغلي اوباما څلورکنه دوره د مالي معقولیت د ځنډ نمایندگي کوي. ده د مشرانو په جرګه کې له ډیموکراتانو نه وغو ښتل چې د ده بودیجه دي تصویب کړي او دا چي د دی وخت رارسېدلی دی چې په کار پیل وکړو.
XS
SM
MD
LG