د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله اوجالان د کردستان د کارګر ګوند د منحل کېدو غوښتنه وکړه


د کردستان د کارګر ګوند (پی‌کی‌کی) بنسټ ایښودونکي او زنداني مشر عبدالله اوجالان د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۷ (کب ۹) په یو پیغام کې د دغې وسله والې ډلې له غړو وغوښتل چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او دغه ګوند باید منحل شي.

اوجالان، چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې په ترکیه کې زنداني دی، په یو بیان کې وویل: "ټولې ډلې باید خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او پی‌کی‌کی باید ځان منحل کړي."

د دغه زنداني کردي مشر غوښتنه د هغو شخړو د پای ته رسولو لپاره چې په تېرو څلورو لسیزو کې په لسګونه زره کسان په کې وژل شوي، د کردانو او ترکیې د حکومت ترمنځ د سولې د ټینګښت لپاره د نویو هڅو یوه برخه ده.

په هغه پیغام کې چې د کردستان د ګوند سیاستوالو په زندان کې له اوجالان سره له لیدنې وروسته د هغه له قوله خپور کړ، په کې راغلي: "زه د وسلو د کیښودلو غږ کوم او د دې غوښتنې تاریخي مسؤلیت په غاړه اخلم."

۷۵ کلن اوجالان، په ۱۹۹۹ کې ونیول شو او په خیانت" باندې له تورن کیدو وروسته د جرم د زنړان د تیرولو لپاره د استانبول سره نږدې د "ایمرالي" ټاپو کې زندان ته انتقال شو چې لوړ امنیت نیول کیږي. خو بیا هم هغه اوس هم د ترکیې د کردستان د کارګرانو ګوند د غړو په منځ کې پراخ نفوذ لري.

د ترکیې د کردستان د کارګرانو ګوند چې په ۱۳۵۷ کال کې د عبدالله اوجالان په مشرۍ له رامنځته شو او د ترکیې له مرکزي حکومت سره وسله واله جګړه پیل کړه د ترکیې، امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یو ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي.

د اوجالان د دې غوښتنې په اعلان سره، لویه پوښتنه دا ده چې ایا د هغه پیغام به د هغو جنګیالیو لخوا ومنل شي چې پوځي مشرتابه یې اکثره د عراق په شمال کې دي، او که نه.

فرانسوی تاریخپوه بوریس جیمز، چې د کردانو په اړه مسایل یې څیړلي وایي چې د دې غوښتنې ځواب ممکن توپیر ولري. هغه AFPد فرانس پرس اژانس ته، "د پی‌کی‌کی پوځي مشران ښایي دا ومني، پرته له دې چې د جګړې په ډګر کوم عملي اغیز ولري."

خو په انګلستان کې میشت د ویریسک میپلکرافټ مشورتي بنسټ لوړ پوړی شنونکی همیش کینر وايي چې د ځواب ډیری برخه به په ترکیه کې د پی‌کی‌کی عناصرو په ځواب پورې اړه ولري. هغه وویل، "که په ترکیه کې پی کی کی اکثریت د اوجالان غوښتنې ته غاړه کیږدي، په عراق کې د پی کی کی وسله وال او په سوریه کې ددې ګوند سره تړلې ډلې احتمال لري چې دا ومني."

په همدې حال کې د عراق د کردستان د خودمختاره ادارې مشر نیچیروان بارزاني د پنجشنبې په ورځ د عبدالله اوجالان د غوښتنې هرکلی وکړ. بارزاني په ایکس شبکه په یو پیغام کې ولیکل: "موږ له پی کی کی څخه غواړو چې دا پیغام ومني او پلي کړي ... موږ د کردستان په سیمه کې د سولې پروسې بشپړ ملاتړ کوو."

د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو مشر، چې اکثره ملاتړي یې کردان دي، هم د اوجالان د غوښتنې هرکلی کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG