د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: وروستیو طبیعي پېښو په افغانستان کي ۷۳ زره کسان متاثره کړي

د ملګرو ملتونو د بشرې مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د پنجشنبې په ورځ اپریل نهمه د افغانستان د وروستیو بارانونو او سیلابونو په اړه تازه ارقام خپاره کړي دي.

دغه ادارې ویلي دي چې بارانونو او سیلابونو د مارچ د ۲۶ نیټې څخه تر اوسه پورې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې خلک له بې سارې کړکیچ سره مخ کړي دي.

اوچا ویلي چې دغو بارانونو او سیلابونو پر څه باندې ۷۳ زره کسانو مستقیم اغیز کړی چې له امله یې د استوګنې په زرګونه کورونه په بشپړ او نسبي ډول ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي طبیعي پيښو په افغانستان کې ۹۳ کسان مړه کړي په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت د طبیعي پيښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل چې وروستیو بارانونو او سیلابونو ۱۵۷ کسان د مړینې او ۲۲۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

ددغې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي چې سیلابونو او بارانونو څه باندې نهه زره کورونه په نسبي او څه باندې زر کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزې د وروستیو طبیعي پيښو له قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ له نړیوالې ټولنې او سوداګرو غوښتي دي چې د سیلاب ځپلو سیمو له اوسیدونکو سره د مرستې لپاره اقدام وکړي.

هغه ټینګار کړی چې یو شمیر افغانان د هیواد په بیلابیلو برخو کې مړه شوي او کورنیو سخت مالي زیانونه لیدلي دي.

اوچا په خپلو تازه ارقامو کې ویلي دي چې پر ځاني او مالي تلفاتو سربیره د افغانستان د کرنې برخه هم د بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنه شوې ده، څه باندې ۱۵ زره جریبه زراعتي ځمکه زیانمنه شوې او ۵۴۳ څاروي له منځه تللي دي.

تر دې مخکې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د ادارې استازی ریچارد ترینچارد د بغلان ولایت له زیانمنو سیمو څخه د لیدنې پرمهال وویل سیلابونو نه یوازې د خلکو کرنیز محصولات له منځه وړي بلکې ګڼ شمیر څاروي هم تلف شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پيژندنې ریاست نن جمعه اپریل ۱۰ وویل چې د وړاندوینو له مخې د پروان، ننګرهار، هرات او کندهار په ګډون د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د ۱۰ تر ۴۰ ملي متره اروښتونو اټکل شوی دی.

له دې خبرداري وروسته، د پيښو سره مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ویلي که څه هم په ۱۵ ولایتونو کې د مرستې رسونې بهیر پیل شوی خو سړکونو ته د اوښتو زیانونو او په مرتفع سیمو کې د هوا د سړوالي له امله د مرستې رسونې د بهیر له ستونزو سره مخ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG