د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې په طبیعي پېښو کې د مړو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلی

په افغانستان کې په ورښتونو کې یوه زیانمنه شوې کورنۍ
په افغانستان کې په ورښتونو کې یوه زیانمنه شوې کورنۍ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې وايي چې وروستیو طبیعي پېښو د دغه هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني تلفات اړولي او زیانمنې شوې کورنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري.

له پېښو سره د طالبانو حکومت «د مبارزې امادګۍ ملي اداره» وايي چې تازه بارانونو او سیلابونو ۱۳ تنه مړه کړي او ۱۳ نور ژوبل کړي دي.

دغه اداره وايي چې په افغانستان کې په څه باندې یوې اونۍ کې د بارانونو، سیلابونو، زلزلې او ځمکې د ښویدو له کبله «۹۹ کسان مړه شوي او ۱۵۴ نور ژوبل» شوي دي.

په انساني تلفاتو سربېره، دغو طبعي پېښودرانه مالي زیانونه هم اړولي دي. د دغې ادارې په ایکس حساب کې ویل شوي دي چې په دغو پېښو کې «۹۵۵ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۳۳۹۹ نور په نسبي ډول زیانمن» شوي دي. په کورونو سربېره «۳۵۵ کیلیو میتر سړکونه او ۱۴۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې» شوي دي.

د ملګرو ملتونو ادارې وايي چې ورستیو بارانونو افغانستان سخت زیانمن کړی دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په خپل ایکس حساب کې لیکلي چې زیانمن شوي خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان وايي چې د هرات، جوزجان او فاریاب په ولایتونو کې یې سلګونو سیلاب ځپلیو ته مرستې رسولې دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام خبرداری ورکړی چې شاید د روانو بارانونو له کبله د افغانستان په یو شمېر کلیوالو او ښاري سیمو کې نور سیلابونه هم ووځي او ډېرې کرنیزې ځمکې او تاسیسات لاندې کړي.

له پېښو سره د طالبانو حکومت «د مبارزې امادګۍ ملي» اداره وايي چې په راتلونکو ورځو کې ممکن د کابل په ګډون په تقریبآ ټولو ولایتونو کې «د بارانونو او ناڅاپه سېلابونو د راتلو احتمال» شته او له خلکو غوښتل شوي، چې په هغو سیمو کې چې له خطر سره مخامخ دي له تګ راتګ سفر کولو ډډه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG