د لاس رسي وړ اتصالات

طبیعي پیښو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۵ کسان وژلي

د طالبانو د حکومت د طبیعي پيښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې د چهار شنبې په ورځ د (اپریل ۸) وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې بارانونو او سیلابونو د افغانستان په بیلابیلو برخو کې ۱۵ کسان وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رئیس محمد یوسف حماد په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې سیلابونو او اورښتونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۹ کورونه په بشپړ ډول او ۶۵۷ نور په نسبي ډول ویجاړ کړي او ۹۶۸ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوېده.

حماد ویلي دي دغه بارانونه او سیلابونه په کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، بامیان، دایکندي، پکتیا، میدان وردګ، کندهار، زابل، فراه، غور، بادغیس بلخ ، سرپل، تخار، لغمان، ننګرهار، کنړ او نورستان ولایتونو کې راوتي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې اداره UN-Habitat وایي په ۲۰۲۶ کال کې ۴.۲ میلیونه کسان په افغانستان کې بیړنیو سرپناوو او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري.

د دغې ادارې د افغانستان څانګې د چهار شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې وروستیو سیلابونو د افغانانو اړتیاوې نورې هم ډیرې کړي دي.

یادې ادارې زیاته کړې ده چې د مشکلاتو د هوارې لپاره ځنډ ندی پکار او خلک سرپناه ته اړتیا لري.

UN-Habitat ویلي لسیزو جګړو، ناورینونو او په اساسي بنسټونو کې کمو پانګونو ډیری افغانان په خاص ډول په ښاري او نیمه ښاري سیمو کې اسیب پذیره کړي دي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پيښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره وایي روانه اوونۍ د افغانستان په مرکزي، سهیل ختیځو او شمال لودیځو سیمو کې د سختو بارانونو اټکل شوی دی چې اندازه به یې د ۷۵ تر ۲۰۰ ملي متره وي.

د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد زیاته کړې ده چې د روان هجري لمریز کال د وري میاشتې له شپږمې څخه د اپریل تر اتمې پورې اورښتونو، سیلابونو، زلزلو او ځمکې ښویدنې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې په مجموع کې ۱۴۸ کسان وژلي او ۲۱۶ نور یې ټپیان کړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG