د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: څلورو میاشتو کې ۲۷۹ زره افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي


د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال په تیرو څلورو میاشتو کې څه باندې دوه سوه او ۷۹ زره افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو خپل وطن ته ستانه شوي دي.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په دغه راپور کې، چې تیره اونۍ یې رسنیو ته استولی ویلی، چې د ۲۰۲۲ میلادي کال له پیل څخه د اپریل میاشتې تر ۲۶ مې پورې ټول ۲۷۹ زره او شپږ سوه افغانان د ایران او پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي، چې دوه سوه ۵۱ زره او اوه سوه تنه له ایران او ۲۸ زره نور له پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

"اوچا" ویلي چې ایران څخه په ستنو شوو افغان کډوالو کې ۴۳ فیصده سړي، ۱۴ فیصده ښځې او ۴۳ فیصده یې ماشومان شامل وو. همداشان د دغې ادارې د معلوماتو پر اساس له پاکستان څخه په ستنوشوو افغان کډوالو کې ۲۰ فیصده یې سړي ۲۶ فیصده ښځې او ۵۴ فیصده سړي شامل وو.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" ویلي، چې افغانستان کې په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې تراوسه پورې د جګړو او طبیعي پیښو له امله د نوو بې ځایه شوو افغانانو په اړه دغې ادارې رپوټ نه دی ترلاسه کړی.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" دا راپور ښيي، چې په تیرو نږدې څلورو میاشتو کې څه باندې دوه نیم سوه زره افغانان له ایران څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د حکومت مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې په وروستیو اونیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دي.

دغه وزارت د اپریل ۲۱ ( ثوراول) ویلي چې د دغو ستانه شوو افغان کډوالو زیات شمیر یې په غیرقانوني ‌ډول ایران ته تللي وو، چې ددغه هیواد د پولیسو له خوا نیول شوي او بیرته افغانستان ته لیږدول شوي دي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس د حمل د میاشتې له ۲۳ څخه تر ۲۹ مې ورځې پورې په اوسط ډول هره ورځ دوه زره افغان کډوال له ایران څخه یا په خپله خوښه ستانه شوي او یا هم د دغه هیواد له خوا شړل شوي دي.

د مهاجرنیو او ستنیدونکو چارو وزات د معلوماتو پراساس تیره میاشت له ایران څخه افغانستان ته ټول ۲۸ زره افغان کډوال وطن ته ستانه شوي وو، چې اکثریت یې په جبري ډول له دغه هیواد څخه افغانستان ته شړل شوي وو.

څو اونۍ وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې په ایران کې د میشتو افغان کډوالو سره د یو شمیر ایراني اوسیدونکو د ناسم چلند په اړه رپوټونه خپاره شوي وو، چې له امله یې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د افغانانو له خوا د ایران په خلاف لاریونه شوي و.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې ټاکل شوې د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی به په نږدې راتلوونکي کې ایران ته لاړ شي او هلته به د ایراني چارواکو سره د افغان دکډوالو په وضعیت خبرې وکړي.

ایران ویلي چې په وروستیو میاشتو کې دغه هیواد ته د افغان کډوالو د تللو بهیر ډیر زیات چټک شوی دی. ایران د طالبانو له حکومت غوښتي چې د دغه هیواد ته دې دغیر قانوني کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG