د لاس رسي وړ اتصالات

د صرافانو ټولنه: د نړیوالې ټولنې نغدي مرستې افغانستان کې د تبادلې په بازار مثبت تاثیر لري


له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو له سره پیلېدو سره هم مهاله په کابل کې د شهزاده سرای صرفان وايي، دغه مرستې د تبادلې په بازارنو کې د افغانیو په ارزښت مثبت تاثیر لري.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند حاجي عبدالرحمن ځيرک د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۸ (مرغومې ۲۸) امریکا غږ ته وویل هغه نغدي پیسې چې د بشري مرستو په نوم افغانستان ته لېږل کیږي، «واقعاً» چې د افغانانو پر ژوند مثبت تاثیر لري.

هغه زیاته کړه: "زموږ د هیواد اقتصاد خراب دی، اقتصادي ستونزې لرو، اقتصادي بحران دی، په دې اساس هره اندازه بشري مرسته چې وي، په هغه اندازه زیات تاثیر لري. همدارنګه باید ووایو چې دغه مرستې د افغانیو پر ارزښت زیات مثبت تاثیر لري او مثبت اغېز یې کړی دی."

د ښاغلي ځیرک په خبره په تیرو درې اونیو کې چې دغه نغدي مرستې بندې شوي وې، د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت له ۱.۵ څخه تر دوو افغانیو پوري کم شوی و، خو د دغه مرستو په بیرته استولو سره بازار کې ډالر بیرته زیات شول. هغه وویل: "اوس مهال په مارکېټ کې یو ډالر تقریباً ۸۹ افغانۍ او ۲۰ پیسې دی."

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د کابل په بازارنو کې یو امریکايي ډالر ۹۰ افغانۍ او ۳۰ پیسو ته رسېدلی و. پر همدې مهال د افغانستان بانک چې د طالبانو حکومت لخوا رهبري کیږي، نن چهارشنبه د افغانیو د ارزښت ساتلو په هدف د ۱۵ میلیون ډالرو د لیلام خبر ورکړی دی.

دغه بانک په یوې اعلامیې کې په شرایطو برابر صرافیو او پولي خدماتو له شرکتونو څخه غوښتي چې په دغه داوطلبي کې ګډون وکړي. پر همدې مهال د اقتصادي چارو کارپوهان هم له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې نغدي مرستې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړولو په برخه کې مهمي بولې.

د یادو کارپوهانو له ډلې محمد محفوظ فقیري امریکا غږ ته وویل چې افغانستان یو وارداتي هیواد دی او په خبره یې د افغانیو د ارزښت کمېدل به په هیواد کې د توکو د بیو لوړېدو او نورو اقتصادي ستونزو لامل شي، په همدې خاطر دغه مرستې کولای شي په بېلابېلو اقتصادي برخو کې ژور تاثیرات ولري.

هغه وویل: "دغه مرستې کولای شي په مستقیم او غیر مستقیم ډول د افغانیو د ارزښت په ساتلو کې اغېز ولري"

د عیسی رضايي په نوم د اقتصاد یوه استاد هم امریکا غږ ته وویل چې افغانستان تیر حکومت له سقوط څخه وروسته اوس مهال ژور پر شاتګ تجربه کوي او د دغه هیواد اقتصاد له هر اړخه څخه له فشار سره مخ دی او له همدې امله خلک د رانیولو توان نلري.

رضايي وویل چې د خلکو لخوا د توکو رانیولو توان کمېدو سره د نوو افغانیو چاپ ته اړتیا نشته،په بازار کې موجوده پیسې بسنه کوي او د افغانیو ارزښت زیات نه اغېزمن کیږي.

هغه وویل: "که چیري دغه مرستې بندې شي، د تیر کال تجربه به تکرار شي،افغانۍ به د بهرنیو اسعارو په وړاندې په چټکۍ سره خپل ارزښت له لاسه ورکړي،ځکه افغانستان د پام وړ صادرات نلري چې وکولای شي خپلې پیسې د صادراتو له درکه پوره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې یوناما د جنورۍ میاشتې پر نهمه (مرغومې ۱۹) وویل چې د دغه سازمان او د ملګرو ملتونو د نورو خیره بنسټونو د بشري فعالیتونو لپاره یې افغانستان ته د ۲۰۲۱ کال له ډسمبر میاشتې څخه بیا تر دا مهاله ۱.۸ میلیارد ډالر نغدي مرستې انتقال کړي دي.

XS
SM
MD
LG