د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې پر موسساتو بریدونه زیات شوي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې (OCHA) په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د مرستندویو ادارو له کارکوونکو سره د تاوتریخوالي ۳۷۷ پيښې ثبت کړي، چې په کې اولس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغې ادارې په خپل کلني رپوټ کې ویلي، چې په دغه کال کې د مرستندویو ادارو ۳۳ کارکوونکي د افغانستان په مختلفو سیمو کې ټپیان شوي او ۴۵ نور تښتول شوي دي.

په ۲۰۱۶ کال کې د مرستندویو ادارو د کارکوونکو په وړاندې د ګواښونو ۲۰۰ پیښې ثبت شوې وې.

د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۶ کلونو شمیرې ښيي، چې د مرستې رسونې ادارو د کارکوونکو او بنسټونو په وړاندې د ګواښونو په پیښو کې ۸۸.۵ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د اوچا د رپوټ پر بنسټ، ننګرهار د ۲۶ پیښو او بادغیس ۲۱ پیښو په درلودلو سره د مرستې رسونې ادارو د کارکوونکو او بنسټونو لپاره د لوړ ګواښ‌ لرونکو ولایتونو په سر کې ځای لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ویلي، چې په ۲۰۱۷ کال کې پر روغتیايي کارکوونکو، روغتونونو، کلینیکونو او امبولانسونو باندې د بریدونو ۱۴۳ پيښې ثبت شوي دي.

د دغې ادارې د ارزونو له مخې، په افغانستان کې د مرستې رسونې ادارو پر کارکوونکو او بنسټونو باندې هره میاشت په اوسط ډول ۱۲ بریدونه کیږي او د هرې ورځې په تیریدو سره، د دغو ادارو د فعالیتونو لپاره شرایط لاپسې ګواښوونکي کیږي.

اوچا ویلي، چې د مرستې رسونې ادارو پر وړاندې د ګواښونو د کچې زیاتوالی، په افغانستان کې د دغو بنسټونو د فعالیتونو پر دوام د منفي اغیزو لامل کیږي.

XS
SM
MD
LG