د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په تازه مظاهرو کې "۴٢ تنه وژل شوي"


د عراق له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې
د عراق له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې

عراقي مقاماتو ویلي چې د جمعې په ورځ اکتوبر ٢٥ (لړم ٣) له تاوتریخوالیو ډکو مظاهرو کې د وژل شویو کسانو شمیر ۴٢ ته رسیدلی دی.

یو لوړپوړي دولتي مقام چې نه یې غوښتل نوم یاد شي د اسوشیتیدپرس اژانس ته وویل چې ددغو کسانو لږ تر لږه ١٢ تنه هغه وخت ووژل شول چې اعتراض کوونکو د یو ملیشه قوماندان کور ته اور واچوه او پخپله په اور کې گیر پاته شول.

د عراق د حکومت ضد مظاهرې د جمعې په ورځ د دریو اونیو ځنډ وروسته بیا پیل شوې او سمدستي په تاوتریخوالي واوښتې.

وروسته له هغې چې اعتراض کوونکو د بغداد شین امنیتي زون ته چې د امریکا د سفارت په گډون د عراق دولتي ودانۍ په کې موقعیت لري د ننوتلو هڅه وکړه پولیسو لومړی اوښکې بهونکی گاز استعمال کړ او وروسته یې د مظاهره کوونکو د خورولو لپاره هوایي ډزې وکړې.

د عراق د حکومت د یو رپوټ له مخې درې اونۍ دمخه ددغو مظاهرو په لومړي پړاو کې ١۴٩ اعتراض کوونکي او اته پولیس وژل شوي دي.

نن شنبه د اکتوبر په ٢٦ هم اعتراض کوونکي د بغداد په تحریر میدان کې راټول شوي، خو تر اوسه د نوي تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو خبر ندی ورکړل شوی.

دغه اعتراض کوونکي چې په عمومي توگه ځوانان دي پرته له کوم مشر پخپله مظاهرو ته دانگلي دي. دوی د بیکارۍ، اداري فساد او د دولتي خدماتو د کچې د ټیټوالي پر ضد مظاهرې پیل کړي دي.

د عراق دولتي مقاماتو او په ځانگړې توگه ددې هیواد صدراعظم په حکومت کې د بدلونونو او اصلاحاتو د راوړلو ژمنه کړې ده، خو مظاهرې لاهم روانې دي.

XS
SM
MD
LG