د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: یو کال کې له نژدې ۲.۲ میلیون څخه زیاتې الکترونیکي تذکرې ویشل شوې


بریښنایي تذکره
بریښنایي تذکره

د طالبانو د حکومت د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې په افغانستان باندې د طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته په تیر یو کال کې يې دوه میلیون او ۱۷۷ زره الکترونیکي تذکرې خلکو ته ویشلي دي.

ددغې ادارې سرپرست فقیر محمد زیار د پنجشنبې په ورځ سپتمبر اول (وږې لسم) کابل کې خبریالانو ته وویل چې د تذکرو د ویشلو له درکه یې یو ملیارد او ۶۰ میلیون افغانۍ ترلاسه کړي، چې د حکومت خزانې ته سپارل شوي دي.

د طالبانو حکومت د هرې الکترونیکي تذکرې د اخیستونکي څخه ۳۰۰ افغانۍ اخلي، په جمهوریت کې د هرې تذکرې د اخیستونکي څخه ۱۰۰ افغانۍ اخیستل کیدلې.

د طالبانو حکومت د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې سرپرست وویل چې افغانستان کې د الکترونکي تذکرو د ویشلو د بهیر له پیل څخه تراوسه ۸.۲ میلیون کسانو دا تذکرې په مختلفو پړاونو کې اخیستي دي.

افغانستان کې د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د کار په موده کې د ۱۳۹۷ لمریز کال د ثور په میاشت کې په رسمي ‌ډول د الکترونیکي تذکرو ویشل پيل شوي وو.

د خلکو شکایت

که څه هم د تذکرو د ویشلو بهیر روان دی، خو د تذکرو اخیستونکي د تذکرو د ویشلو له بهیر څخه شکایتونه کوي. رحیمه چې د بغلان اوسیدونکې ده او اوس په هرات ولایت کې اوسیږي امریکا غږ ته وویل، چې د تیرکال راهیسې یې د الکترونیکي تذکرې د اخیستلو لپاره هڅې پیل کړي خو تراوسه یې نه ده ترلاسه کړې.

میرمن رحیمې وویل: "له هرات څخه یې کابل ته واستولو، د افشار سیلو په سیمه کې د تذکرو د ویشلو مرکز مونږ شمالي سرای کې د تذکرو دفتر ته واستولو او بیا له هغه ځایه یې بغلان ته ولیږلو. په بغلان کې ستونزه حل نشوه بیا کابل ته راغلو. د کابل د سقوط درې ورځې دمخه مو د تذکرې د اخیستلو لپاره اقدام کړی خو تراوسه مو نه ده ترلاسه کړې."

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې اوس مهال د الکټرونیکي تذکرو د ویشلو ۶۸ مرکزونه په ټول افغانستان کې فعال دي، چې د دې له ډلې ۱۵ يې په کال او پاتې ۵۳ نوریې د ولایتونو په مرکزونو کې پرانیستي دي. واک ته د طالبانو د رسیدلو دمخه افغانستان کې د ۷۳ مرکزونو له لارې تذکرې ویشل کیدلې.

افغانستان کې د الکترونیکي تذکرو د ویشلو وړاندې په دغو تذکرو کې د 'اسلام' او 'افغان' د کلیمو د ذکر له امله د تېر حکومت او پارلمان ترمنځ د جنجالونو د تذکرو د ویشلو بهیر د ټاکلې نیټې څخه نږدې درې کاله وځنډوه، چې بیا د پارلمان د ډیرو غړو او یو شمیر سیاسیونو د مخالف سره سره دا بهیر پیل شو.

XS
SM
MD
LG