د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې هره ورځ ۱۸زره کسانو ته 'الکترونیکي تذکیرې ورکول' کېږي 


تذکره
تذکره

د احصایي او معلوماتو د ادارې چارواکو د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۷ (کب ۸) وویل چې اوس مهال په افغانستان کې له اوو میلیونو څخه زیات کسان الکټرونیکي تذکرې لري.

د احصایي او معلوماتو د ادارې چارواکي وايي، چې د دغې ادارې له خوا په کابل او ټولو ولایتونو کې د الکټرونیکي تذکرو د ویشلو بهیر په عادي ډول روان دی او هره ورځ د شپاړسو او اتلسو زرو ترمنځ کسان نوې الکټرونیکي تذکرې اخلي.

د احصایي او معلوماتو د ادارې ویاند محمد حلیم رافیع وویل چې دغې ادارې یوازې په تیرو شپږو میاشتو کې له یو میلیون څخه زیاتو کسانو ته نوې تذکرې ورکړي دي.

ښاغلي رافیع وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو راهیسې "د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ټول فعالیتونه په عادي شکل روان دي. دمګړۍ د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د توزیع لړۍ په عادي بڼه جریان لري، تر دې مهاله مونږ د امارت په دوره کې یو میلیون او ۶۰ زره الکټرونیکي تذکرې توزیع کړي دي. په کلي توګه د جمهوریت د دورې تر دې دمه په عموم کې ټولو افغانانو ته اوه میلیونه او دیارلس زره الکټرونیکي تذکرې توزیع شوي دي".

د احصائې او معلوماتو د ادارې د ویاند د وینا له مخې اوس مهال په ۲۲ ولایتونو کې د الکټرونیکي تذکرو د اخیستلو لپاره د بایومټریک ټیست هم ترسره کږي چې دمخه دا ټیست یوازې په کابل او څو نورو ولایتونو کې ترسره کیده.

په تیر رژیم کې په پارلمان کې د یو لړ جنجالونو وروسته د الکټرونیکي تذکرو د ویشلو لړۍ پیل شوه، چې اوس هم خلکو ته چې کومې تذکرې ویشل کیږي تیر رژیم کې د جوړ شوي ډیزاین او بڼې پراساس الکټرونیکي تذکرې ویشل کیږي.

محمد حلیم رافیع وايي، چې د طالبانو د حکومت د وزیرانو شورا د روان کال د لړم په میاشت کې په تذکرو کې د تیر رژیم د نوم او نشان پر ځای د طالبانو د اسلامي امارت نوم او نشان ته د ځای ورکولو پریکړې ده. خو تراوسه لا په تذکرو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

ښاغلي رافیع وویل: "د اوس لپاره مونږ ډیزاینونه ترتیب کړي دي کله چې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپیژندل شي دغه ټول ډیزاینونه به د خلکو سره شریک شي. د اوس لپاره د جمهوریت په نوم تذکرې چاپیږي".

په تیر رژیم کې د نوي پاسپورټ اخیستل د الکټرونیکي تذکرې پورې تړلی وو او د الکټرونیکي تذکرې پرته د پاسپورت اخیستل ناشونې وو. خو په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته، بهر ته د تللونکو افغانانو په شمیر کې د زیاتوالي او پاسپورټ ته د اړتیا د ډیریدو وروسته د طالبانو حکومت پریکړه وکړه چې د الکټرونیکي تذکرو ترڅنګ په کاغذي تذکرو هم خلکو ته پاسپورټونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG