د لاس رسي وړ اتصالات

برازیل او د المپیک ۲۰۱۶ ګټه


په ریؤ ښار کې د المپیک د لوبې ساحې ته نژدې یوه ساحه دآبادۍ پرمهال. عکس د جون په ۱۵ اخستل شوی
په ریؤ ښار کې د المپیک د لوبې ساحې ته نژدې یوه ساحه دآبادۍ پرمهال. عکس د جون په ۱۵ اخستل شوی

چارواکي د ریو المپیک لوبو ته ځانګړې شوې پیسې له څلورنیمو تر شپږ میلیاردو ډالرو اټکلوي، چې د سوچي او لندن د المپیک د لوبو په پرتله کمې دي.

د پیسو یوه برخه په مجللو ساختماني پروژو باندې مصرف شوې. خو د امریکا غږ د راپور پر اساس په دغو ساختماني پروژو پورې تړلی ټولنیز تاوان به تر ډیر وخت پورې د ریؤ ښار په اوسېدونکو ناوړه اغیز ولري.

دانیل کمپوز د المپیک پارک شمالي ساحې کریسیکا کې هغه وخت د خپل کور په ترمیم او جوړلو پیل وکړ چې پیسې یي لرلې. خو په ۲۰۱۲ کال کې پولیس یي کورته ورغلل او هغه ته یي وویل چې دا ځای باید تخلیه کړي.

هغه وخت د دانیل کور په داسی ساحه کې واقع شو چې د المپیک لپاره پری ترانزیت سرکونه تیریدل، هغه لاره چې د المپیک لوبغاړي باید تر خپل استوګنو ساحو پوری پری تلی راتلی.

د المپیک ساحې خواته د جون په اتمه په یوه کنده کې دری موټرې لویدلې وې.
د المپیک ساحې خواته د جون په اتمه په یوه کنده کې دری موټرې لویدلې وې.

کله چې دانیل او د ساحې نورو اوسیدونکو مقاومت وکړ، دانیل وایي ښاروالي ورته د پاتې کیدو اجازه ورکړه خو هغوئ د ځمکې لاندې یو لوی بدرفت جوړ کړ چې د کورنو مخه یي ورته ونیوله. دانیل وایي مسؤلینو ویل په همدی ساحه کې یو سرپټی ځای لری کوي چې خلکو د حشراتو او چټلیو نه د ځان ساتلو لپاره جوړ کړې و او ښاروالۍ ژمنه وکړه چې سیند به پاک کړي، خو تراوسه یي سیند پاک نه کړ.

په ودانیزو پروزو پانګونه چې لوی سرکونه، د اورګاډو پټلۍ، هوټلونه او سپورتي ساحې پکې شاملې دي، د المپیک د لوبو یوه مثبته نتیجه ګڼل کیږي. خو دا پرمختګ د ټولنیز زیان په قیمت تمام شوی دی. داسی تخمین شوی چې په ریو ښار کې شاوخوا شل زره خلک د المپیک د پرمختیايي پروژو په وجهې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ ایستل شوي دي.

۲۰۱۴- اپریل ۸: ګڼ مشیر مظاهره کوونکي د المپیک د لوبو عمومي دروازې مخې ته ولاړ دي
۲۰۱۴- اپریل ۸: ګڼ مشیر مظاهره کوونکي د المپیک د لوبو عمومي دروازې مخې ته ولاړ دي

په المپیک لوبو کې د برازیل لمړۍ بریا:

برازیل چې د ۲۰۱۶ کال د المپیک نړیوالو لوبو کوربه دی، خپل لمړنی طلایي مډال یي د شنبې په ورځ وګټو.

دا مډال د فوټبال په سیالۍ کې د جرمني د ټیم سره د لوبې په هغه حیرانونکې پنالتي په وهلو برازیل ته نصیب شو چې لوبغاړي نیمار په همدې شوټ جرمني ټیم ته ماتې ورکړه او د جرمني د ټیم پلویان یي سخت پریشانه کړل.

د اګست په ۲۰مه، د لوبغاړي نیمار د توپ وهلو سره ګڼ شمیر ناستو مینه والو په نارو سر کړ
د اګست په ۲۰مه، د لوبغاړي نیمار د توپ وهلو سره ګڼ شمیر ناستو مینه والو په نارو سر کړ

اصلا دغې بریا د برازیل لپاره د فوټبال د یوې لوبې ورهاوخوا نور ارزښت درلود ځکه برازیل د لمانځنې لپاره باید یوڅه لرلی. دا بریا دوه کاله وروسته د هغه خپګان څخه برازیلیانو ترلاسه کړه چې د فوټبال د نړیوال جام په دویمه وروستۍ نهایي لوبه کې یي د جرمني له ټیم نه د یو ګول په مقابل کې اوه ګولونه وخوړل. خو دا ټول خپګان او درد د نیمار د پروني شوټ سره د ټولو له یاده ووت.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG