د لاس رسي وړ اتصالات

د وینې ورکولو نړیواله ورځ؛ طالبانو له خلکو غوښتي چې وینه اهدا کړي


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، تیر کال یې د نورو خدمتونو ترڅنګ ۱۳۸۶۲۹ سي سي وینه راټوله کړې ده.

د یاد وزارت د پلان او پالسیۍ معین ډاکتر محمد غیاثي نن سې شنبه جون ۱۴ (غبرګولې ۲۴) د وینې ورکولو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل له راټولي شوې وینې څخه یې ۱۲۶۸۷۶ یونیټه وینه پر اړمنو کسانو وېشلې ده. یو یونیټ وینه د نیم لیتر سره سمون خوري.

ښاغلي غیاثي په دغه هیواد کې د اړمنو کسانو لپاره د وینې خوندي کولو بهیر مهم وباله او له خلکو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې له عامې روغتیا وزارت وزارت سره مرسته وکړي.

پر همدې مهال د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د افغانستان په ګډون ګڼ هیوادونه د وینې له سخت کمښت سره مخ دي.

یاد سازمان د وینې ورکولو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې وینې ته اړتیا نړیواله ده، خو په خبره ټول اړمن کسان لکه څنګه لازمه ده ورته لاس رسئ نلري.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې په ټیټ اقتصاد لرونکو هیوادونو کې ښځې او ماشومان وینې زیاته اړتیا لري. دغه سازمان پر ټولو خلکو غږ کړئ چې د وینې ورکولو له کمپاین سره یو ځای شي.

ډاکتران وایي چې د وینې ورکول د ناروغ یا ټپي کس ترڅنګ هغه کس چې ورکوي هم ګټه رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو له لارې هم ګڼ کسان د وینې راټولو کمپاین کوي.

تر دې مخکې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو ویلي و چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د وینې د ورکړې دود د پخوا په پرتله څه نا څه عام شوی دی او خلک په وړیا توګه د وینو بانکونو ته خپله وینه ورکوي.

XS
SM
MD
LG