د لاس رسي وړ اتصالات

تورخم کې د پاکستاني ځواکونو سره نښته کې یو افغان سرتیری وژل شوی


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د یاد ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني سرتیرو ترمنځ د تېرې شپې نښته کې یو افغان سرتیری وژل شوی، پنځه نور سرتیري او درې ملکیان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاءالله خوګیاڼي نن جمعه سپټمبر ۴(وږې ۱۴) ویلي چې پاکستانیو لورې د ډېورنډ کرښې څخه د مومندرې غوړکي سیمه کې د تاسیساتو جوړولو په موخه خپلسري تحرکات وکړل چې له امله یې نښته وشوه.

نوموړي زیاته کړې چې افغان پوله ساتو ځواکونو د پاکستاني ځواکونو د سرغړونو په ځواب کې ځوابي عمل ترسره کړ.

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړې:"د شپې څخه تر اوسه وضعیت ارام دی، خو د سرحدي اتلانو یو افسر د خپلې خاورې څخه د دفاع په لار کې د شهادت لوړ مقام خپل کړ او پنځه سرتيري ټپیان شوي، همدا راز درې ملکي وګړي ټپيان شوي هم دي."

هغه ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ تېره شپه تر دوه بجو خبرې اترې شوي چې په وینا یې سرحدي ځواکونه به هيڅکله هم پخپله خاوره چاته د تحرکاتو اجازه ور نه کړي.

د پاکستان حکومت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغان او پاکستاني سرتیرو ترمنځ دغه تازه نښته پر داسې مهال کیږي چې روانه اونۍ د ا فغانستان د بهرنیو چارو سرپرست محمد حنیف اتمر کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سهیل سره لیدنه کې د نورو مسائلو ترڅنګ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر موجوده ستونزو هم خبرې کړي دي.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: "همدارنګه، د ډیورنډ له کرښې څخه هاخوا د افغانستان په بېلابېلو سیمو د توغندیو ویشتلو په درېدو،د دې هیواد له لوري پخپل سرو تاسیساتو جوړولو درېدل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د پولې پر خلاصېدو باندې ټينګار وکړ."

افغان چارواکي‌ وايي تېره میاشت پر کونړ ولایت د پاکستان له لوري په راکټي بریدونو کې شااوخوا ۸ ملکي افغانان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG