د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: یو میلیارډ کسان د کولرا له ګواښ سره مخامخ دي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان نن جمعه د مې ۱۹ (غوايي ۲۹) خبرداری ورکړ چې د کولرا وبا د پيښو زیاتوالي،د نړۍ په ۴۳ هېوادونو کې نږدې یو میلیارډ کسان ددغه وبا له خطر سره مخامخ کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې په نړۍ کې د کولرا وبا درمل، واکسین او د ازموینې کیټونو ته چې د ناروغانو د ژوندانه په ژغورلو کې ډیر مهم ګڼل کیږي، لاسرسي لا هم محدود دی.

د روغتیا نړیوال سازمان پداسې حال کې چې دا خبرداری یې جدي ګڼلې، ویلي یې دي چې د کولرا سره د مبارزې لپاره سرچینې نه لري، او څومره چې ددې ناروغۍ د مخنیوی لپاره د سرچینو موندل وخت نیسي، هغومره به وضعیت خراب شي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف د کولرا ساري ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ۶۴۰ میلیون ډالره او په دې اړه د سمدسي اقدام غوښتنه کړې ده.‌

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، اوسمهال د نړۍ ۲۲ هېوادونه د ناپاکو اوبو او خواړو له امله د نس ناستې ناروغۍ د خپریدو سره مبارزه کوي. همداراز په ۲۰۲۲م کال کې د کولرا د ناروغانو په شمېر کې ناڅاپه زیاتوالي رامنځته شوه او داسې اټکل کیږي چې دغه لړۍ به سږکال هم دوام ومومي.‌

د روغتیا نړیوال سازمان وروستي ارقام چې د روان ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ میاشتې کې خپره شوه،‌ وښودله چې د تیر کال په پرتله، سږکال وضعیت نور هم خراب شوی دی.‌

کولرا ته په نړیواله کچه د ملګرو ملتونو د روغتیا ادارې د غبرګون څانګې مدیر، ‌هینري ګری وویل:"د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې په ۴۳ هیوادونو کې یو میلیارډ کسان د کولرا وبا له خطر سره مخ دي."

د نوموړيي په وینا،‌ سږکال په ۲۴ هېوادونو کې د کولرا د خپریدو رپوټ ورکړل شوی دی، پداسې حال کې تیر کال همدې وخت کې یوازې په ۱۵ هېوادونو د کولرا د خپریدو خبر ورکړل شوی وو.‌

هغه زیاته کړه، پاکو اوبو ته نه لاسرسی او د روغتیاپالنې د اصولو د نه مراعاتولو ترڅنګ، بیوزلي،‌ طبیعي‌ ناورینونه، جګړه او اقلیمي‌ بدلونونه د کولرا له لاملونو څخه ګڼل کیږي.

هغه رسنیو ته وویل: "په کولرا د اغیزمنو هیوادونو د شمیر د زیاتوالي سره سره، هغه سرچینې چې ددغه وبا د مخنیوي لپاره موجودې وې، ډیر لږ کارول کیږي."

د خبرداری زنګ

کولرا یو شدید نس ناستې (اسهال) دی چې د ککړو اوبو یا خواړو د خوړلو له امله رامینځته کیږي. دغه ناروغۍ د نس ناستې او کانګې سبب ګرځي، او په ځانګړې توګه د کوچني ماشومانو لپاره خطرناک دی.‌

د یونیسف د عامې روغتیا د بیړنۍ څانګې مشر، جیروم فافمن زمبروني په وینا، د کولرا په پيښو کې زیاتوالی "د خبرداری د زنګ" په مانا دی.

هغه وویل: "کولرا زموږ په مخ کې د بېوزلو ژوند پداسې حال کې اخلي، چې موږ پوهیږو ددغه وبا مخه څنګه نیول کیږي. پدې برخه کې موږ د نړیوالې ټولنې ډیر ملاتړ ته اړتیا لرو، ځکه که چیرې موږ اوس لاس په کار نشو، نو وضعیت به تر دې هم خراب شي."

نوموړی زیاته کړه:"موږ پوهیږو چې څنګه ددغه ناروغۍ درملنه وکړو او څنګه یې کنټرول کړو. دا اسانه نه ده مګر ساده ده."

که څه هم کولرا کولی شي یو انسان په څو ساعتونو کې ووژني، خو د انټي بیوټیک او سیرومونو له لارې په دې ناروغۍ د اخته کس ژوند ژغورل کیدای شي. خو ډیری خلک دا ډول درملنې ته پر وخت لاسرسی نلري.

د واکسین کمښت

سږکال د کولرا ضد د نږدې ۱۸ میلیونه ډوزه واکسین غوښتنه شوې، خو یوازې اته میلیونه ډوزه چمتو شوي دي. د واکسین د کموالي‌له امله د کولرا وبا د مخنیوي کمپاینونو هم ځنډیدلي دي.

اټکل کیږي چې د کولرا د اوسنې واکسینو شمېر تر ۲۰۲۵م کال پوري دوه برابره شي. خو بلخوا هینری ګری وایي که چیرې د کولرا اوسنې پيښې دوام ومومي، بیا دغه شمېر واکسیونونه هم بسنه نه کوي.

د کولرا پیښې په تیرو لسو کلونو کې په ثابت ډول کمې شوې، مګر په ۲۰۲۱ م کال کې ددغه ناروغۍ په پيښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.‌ سږکال تر دې دمه د کولرا ناروغۍ څخه ترټولو ډیر اغیزمن شوي هیوادونه مالوي او موزامبیق دي.

برونډي، کامرون، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، ایتوپیا، کینیا، سومالیا، سوریه، زامبیا او زمبابوی بیا هغه نهه هېوادونه دي‌ چې ددغې ناروغۍ له امله د "سخت حالت" سره لاس او ګریوان دي.‌

XS
SM
MD
LG