د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې ناڅرګندو وسله والو یو روغتیايي مرکز په بم الوځولی


د پکتيکا روغتيايي چارواکي وايي، د دغه ولايت په برمل ولسوالۍ کې يو روغتيايي مرکز د ناپېژاندو وسله والو له لوري په ماين الوځول شوی دی.

د دغه ولايت د عامې روغتيا سرپرست رئيس ډاکټر اسدالله رسولي د یکشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۱۱مه» امريکا غږ ته وويل، چې ماين د کلینيک په دروازه کې ايښودل شوی و او تېره شپه شااوخوا يوولس بجې يې چاودنه کړې ده.

نوموړي وويل، دغه کلینيک په برمل ولسوالۍ کې په يوه کرايي کور کې فعاليت کاوه، چې د چاودنې له کبله يې درې خونې ويجاړې شوي، فرنېچر او طبي وسايل يې زيانمن شوي او همدارنګه يو امبولانس او يوه سراچه موټر هم تخريب شوي دي.

ډاکټر اسدالله رسولي زياته کړه، چې په چاودنه کې چا ته ځاني زيان نه دی اوښتی.

هغه وويل چې په دغه روغتيايي مرکز کې پر نارينه ډاکټرانو سربېره يوې قابلې او يوې ګرځنده روغتيايي ډلې دندې لرلې.

په ورته وخت کې د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين امريکا غږ ته وويل، چې د دې کلینيک ګرځنده روغتيايي ډلې ته طالبانو د ليدنې بلنې ورکړې وه، خو دوی نه وه منلې او بيا يې پر هغوی د بريد ګواښ کړی و.

ارين زياته کړه، چې د ګواښ په نتيجه کې طالبانو تېره شپه ياد روغتيايي مرکز په بم الوځولی او څه ناڅه تخريب شوی دی.

د عامې روغتياي رئيس ډاکټر اسدالله رسولي د طالبانو د ګواښ په اړه څه ونه ويل او نه هم طالبانو تر اوسه د دې بمي بريد په اړه له رسنيو سره ګوم غبرګون څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG