د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې پر بهرنیو سرتېرو چاودنه شوې


د کندهار هوايي ډګر ته نژدې د نړیوالو ځواکونو پر یوه موټریز کاروان د ماین چاودنه شوې ده.

په جنوب کې د نړیوالو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايې چې په پېښه کې یو بهرنی سرتیری ټپي شوی دی.

پېښه تېره شپه د اکتوبر پر۲۶مه «لړم۴مه» د کندهار هوايې ډګر ته نژدې د ډنډ ولسوالۍ په سرګز سیمه کې د نړیوالو ځواکونو د ګزمې پر وخت رامنځته شوې ده.

په جنوب کې د نړیوالو ځواکونو ویاند میجر ټامس نن یکشنبه د اکتوبر پر۲۷مه«لړم۵مه» امریکا غږ ته وويل، چې ماین د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوی وو چې د هوايي ډګر د امنیت ساتلو پر سرتیرو شوی.

ده وويل:"دا تائیده وو چې د ډنډ په ولسوالۍ کې د نړیوالو عسکرو د ګزمې پر موټر د وسله والو طالبانو ماین چاودنه کړې په پېښه کې یو عسکر ټپي شوی، چې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوی."

د ډنډ ولسوالۍ یوه امنیتي مقام د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا ته وويل، چې د پېښې سیمه د سهار تر ناوخته پوري د نړیوالو عسکرو له لوري ساتل کیده او افغان عسکر سیمې ته نه دي ورغلي.

د کندهار هوايي ډګر چې په جنوب کې د نړیوالو عسکرو لوی نظامي مرکز بلل کیږي د کندهار ښار په جنوب کې د ډنډ او دامان والسوالیو په اړوند سیمو کې موقعیت لري چې تر دې وړاندي هم په تیرو ۲ میاشتو کې پر رومانیايي سرتیرو درې ځله د سړک د غاړي ماین چاونې شوي.

وسله والو طالبانو د دغه برید د مسؤلیت په منلو سره ګڼو بهرنیو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG