د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سرپرست: افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي نه دي


د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست، محمد خالد حنفي
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست، محمد خالد حنفي

په افغانستان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست، محمد خالد حنفي د چهارشنبې په ورځ، سپټمبر۱۳ (وږي۲۲مه) ادعا وکړه چې د طالبانو په حکومت کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي نه دي.

نوموړي د بدخشان ولايت په مرکز فيض اباد کې ددغه ولایت د نوي والي د معرفي کولو په مراسمو کې د وينا پر مهال وويل، ځينې هېوادونه چې پخپله د ښځو له حقونو په سرغړونې تورن دي، د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو په پامالولو تورنوي.

د طالبانو حکومت، د کار او زده کړې د حق په ګډون پر افغان مېرمنو د سختو محدودیتونو د وضع کولو له امله د نړیوالې ټولنې له سختو نیوکو سره مخ شوی او ددغه محدودیتونو له کبله د طالبانو په یو شمېر مشرانو باندې د لویدیځ له خوا بندیزونه وضع شوي دي.

د روان کال د مارچ په اتمه نېټه، اروپايي ټولنې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو پر سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست، محمد خالد حنفي باندې بندیزونه ولګول.

پر حنفي"د بیان د ازادۍ له حق څخه د افغان ښځو د محرومولو او د هغو ښځو پر وړاندې د سختو سزاګانو او تاوتریخوالي له امله چې د طالبانو لارښونې نه مني" او پر ندا محمد ندیم، د تعلیم له حق څخه د افغان میرمنو او نجونو د بې برخې کولو له امله بندیزونه وضع شوي دي.

طالبانو په تیرو دوو کلنو کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته ددغه هیواد په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې د تعلیم او کار د بندیز په ګډون یو شمیر زیات محدودیتونه لګولي دي. نجونې یې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې له زده کړو بندې کړي او په پوهنتونونو کې یې د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

همداشان د طالبانو حکومت پر ښځو د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر کار کولو هم بندیز لګولی او ښځې یې پارکونو، ورزشي کلپونواو عمومي حمامونو ته د تللو څخه منع کړي او هم د کور بهر د وتلو پر مهال یې پر ښځو د حجاب اغوښتلو او په اوږده سفر کې د محرم د لرلو شرطونه ایښی دي.

طالبانو د ښځو د ازادیو د محدودولو د اقداماتو په لړ کې تیره میاشت ښځې سینګارتونونو ته د تللو څخه منع کړې او هم یې شاوخوا ۱۲ زره سینګارتونونه، چې شاوخوا ۶۰ زره ښځو په کې کار کوه وتړل.

خو بلخوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست، محمد خالد حنفي وايي:"هغه وروڼه چې خپلو خويندو ته په ميراث کې برخه نه ورکوي، هغه خويندې د ميراث د غوښتلو حق لري. له بدخشانه نیولی تر کندهاره پورې هيڅوک دا حق نه لري چې د خپلو خويندو ميراث ورته ورنکړي. "

نوموړي په ورته وخت کې په فرانسې کې په ښوونځیو کې د اسلامي حجاب په منع کولو نیوکه وکړه او ویې ویل: "ولې نړیواله ټولنه په دې اړه خپل غږ نه پورته کوي؟"

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ویلي، چې د زده کړو په ګډون د ښځو ټول شرعي حقوق ورکول کیږي او په دې کار کې باید بېړه ونه شي.

نوموړی دغه راز د طالبانو تر کنترول لاندې ملي ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې لویديځ هېوادونه د ښځو د زده کړو د حق له موضوع څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

سره له دې چې دوه کاله کیږي‌ چې طالبانو یوځل بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړی دی،‌ خو تراوسه د دې ډلې حکومت هېڅ هېواد یا نړیوال سازمان په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونه ټینګار کوي چې که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي، باید د کار او زده کړې حق او د ښځو او اقلیتونو مدني او ټولنیزو آزادیو په ګډون د بشري حقونو درناوی وکړي او یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG