د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانانو د وژلو ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ آنلاین احتجاجي‌ غونډې


د پښتون ژغورنې غورځنګ په وروستیو بریدونو کې د افغانانو وژل په کلکه وغندل
د پښتون ژغورنې غورځنګ په وروستیو بریدونو کې د افغانانو وژل په کلکه وغندل

د کرونا ویروس د خپریدو له کبله د نورو لویو غونډو ترڅنګ اوس یو شمیر لاریونونه هم په آنلاین توګه جوړیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په تیرو دوو اونیو کې درې ځلې د زوم (انلاین سافټویر) له لارې غونډې کړې دي.

په امریکا کې میشت د پښتون ژغورنې غورځنګ او د (پښتون جرګې) چارواکو په کابل، او ننګرهار د وروستیو بریدونو او د ایران-افغانستان په سرحد کې د یو شمېر افغانانو د وژولو په ضد آنلاین احتجاجي غونډه جوړه کړې وه.

په امریکا کې میشت د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر رسول محمد وايي "د لر او بر دا افغان وژنه له لسیزو راهیسې روانه ده، او له تیرو څلویښتو کلنو نه زیات په میلیونونو افغانان ووژل شول."

په لندن کې د چارو یو کارپوه شیر محمد میوند وايي" له آمو تر اباسینه په دې جغرافیه کې د افغان بدترینه ټول وژنه ترسره شوه، دلته په لکونه انسانان ووژل شول، په لکونه ټپیان شول، په لکونه بې کوره شول، زما په نظر دا د یوشتمې پیړۍ تر ټولو لوی ټول وژنه ده."

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې وړانګه لوڼۍ وايي چې د کرونا په بهانه خلک وژل کیږي.

وړانګه وايي "موږ پر چا تور نه لګوو، زه که وایم زما د وژنې او د طالب، ترهګر هر چېرې هر څومره ترهګرې ډلې دي ددې شا ته یو ریاست ولاړ دی، یو فکر ولاړ دی، یوه پالیسي ولاړه ده، په ډیره منظمه توګه یې دا کار کړی دی."

د پښتون ژغورنې غورځنګ آنلاین احتجاجي غونډې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

یو شمیر په دې نظر دي چې د سولې په اړه داسې میکانیزم لا جوړ شوی نه دی چې د دیورند دواړه خواوو ته د امن ټینګیدو لامل شي، او باید ټول قومونه سره لاس یو کړي.

د غونډې ټولو ګډون والو په افغانستان کې د جګړې پر ښکیلو خواوو غږ وکړ چې د خلکو د وژنه مخه دې ونیسي.

XS
SM
MD
LG