د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د تاوتریخوالي دوام د مخامخ خبرو چارې له ځنډ سره مخ کړي ـ محب


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت شورا د وسله والو ډلو لخوا د ملکي خلکو په نښه کول یو نه بخښوونکی جنایت بللی او واییِ چې دغه ډلې د بېرې او وحشت خپرېدو په خاطر له هیڅ ډول وسیلې څخه دریغ نه کوي.

امنیت شورا د یکشنبې په ورځ جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۲) په یوې اعلامیې کې د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د ملکي وګړو وژل کېدل غندلي دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

پرون شنبه شا اوخوا څلور بجې د غزني ولایت د چغتو ولسوالۍ په قیاق دره سیمه کې د ملکي وګړو پر یو فلانکوچ موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کې شپږ ملکي وګړي ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده امریکا غږ ته ویلي چې دغه موټر د ښار نه د جغتو ولسوالۍ ته روان چې په لار کې په ماین برابر شوی.

ښاغلي جمعه زاده وویل چې په وژل شویو او ټپي شویو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.

د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې د حمدالله محب له قوله ویل شوي:"وسله والو طالبانو د افغانستان په زیاتو برخو کې د افغانانو پر ضد تاوتریخوالی زیات کړی دی،د سولې د مخامخ خبرو چارې له ځنډ او خنډ سره مخ کړي دي."

د غزني والي ویاند ویلي چې دا ماین طالبانو ایښی، خو طالبانو تر اوسه پدې هکله څه نه دي ویلي.

طالبانو د دې چاودنې نه وړاندې د جغتو د ولسوالۍ اوسیدونکو ته ویلي و چې په دې لارې دې تګ راتګ نه کوي.

په ورته مهال د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې د طالبان لخوا د تاوتریخوالي دوام د سولې خبرو په وړاندې خنډ جوړوي.

دا په داسې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا تیره ورځ وویل چې طالبانو په تیره یوه اونۍ کې په ۱۶ ولایتونو کې ۲۳ ملکي وګړي وژلي او ۲۳ نور یې ټپیان کړي دي.

وسله والو طالبانو تیره ورځ د ملکي تلفاتو په اړه د ملي امنیت شورا راپور رد کړ او هغه یې پروپاګند بللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا «یوناما» د روانې چنګاښ میاشتې پر۱۲مه وویل چې د ۲۰۲۰ کال په شپږو میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې ۸۰۰ ملکي وګړي د قصدي بریدونو قرباني شوي دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ همدارنګه ویلي چې د افغانستان په ځينو سیمو کې د جګړو له امله د روان کال د لومړۍ ربع په پرتله د ملکي تلفاتو په کچه کې ۲۵ سلنه زیاتوالی هم راغلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ مشرې دیبرا لاینز ویلي و چې ښکېل اړخونه د بین الافغاني خبرو پیلېدو په لړ کې باید تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG