د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت ۵۲ نور طالب بندیان ازاد کړل


په دې سره د ټولو ازاد شوو طالب بندیانو شمېر ۹۰۲ تنو ته ورسېد
په دې سره د ټولو ازاد شوو طالب بندیانو شمېر ۹۰۲ تنو ته ورسېد

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د ولسمشر غني د حکم په اساس پرون سې شنبه د څرخي پله له زندان څخه ۵۲ نور طالب بندیان ازاد شول.

ښاغلي فیصل نن چهارشنبه مې۶ (غويي۱۷) ویلي: "د ولسمشر غني له فرمان سره سم پرون هم د څرخي پله له زندانه ۵۲ طالب زندانیان ازاد شول څو، کرونا سره مبارزه او په سوله کي پرمختګ وشي."

د هغه د معلوماتو په اساس په دې سره د افغان حکومت لخوا د ټولو ازاد شوو طالب بندیانو شمېر ۹۰۲ تنو ته ورسېد چې په وینا ټاکل شوې نن چهارشنبه هم یو شمېر طالب بندیان ازاد شي.

امنیت شورا له طالبانو څخه هم غوښتي چې د بندیانو ازادولو لړۍ چټکه کړي.

ولسمشر غني د ۱۳۹۸ کال کب پر ۲۰مه د سولې بهیر کې د پرمختګ او کرونا سره د مبارزې په هدف د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د ازادولو فرمان ورکړ.د ملي امنیت شورا jتیره ورځ وویل، که د سولې خبرې ژر پیلیږي، شاید نور طالب بندیان هم آزاد شي.

بلخوا وسله والو طالبانو هم د ۲۰ بندي افغان سرتیرو د ازادولو خبر ورکړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټوېټر لیکلي چې یاد بندیان تیره ورځ په کندهار کې ازاد شوي دي.امنیت شورا تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د کندهار امنیتي مقاماتو تائید کړه چې تيره شپه په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو لخوا خوشي شوي ۲۰ تنه افغان سرتیري کندهار ښار ته رسیدلي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند څارمن جمال بارکزي امریکا غږ ته وویل چې په خوشي شویو ۲۰ تنو کې پنځه تنه پوليس او پاته يې د ملي اوردو سرتیري دي.

طالبانو تر دې مخکې هم په کندهار، لغمان او کندز کې د ۱۱۲بندي افغان سرتیرو د ازادو خبر وکری و، خو امنیت شورا ویلي چې د طالبانو لخوا یوازې ۱۰۷ بندیان حکومت سپارل شوي چې یوازې ۵۸ یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي.

د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د امریکا-طالبانو ترمنځ د تړون یوه برخه ده چې څه موده مخکې په قطر کې لاسلیک شو.

د بندیانو د خلاصولو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبري پیل شوي وای، خو اوس مهال د یادو مذاکراتو د پیلېدو څرک نه لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG