د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د معاشونو د برېښنايي سیستم په فعالیدو، دولتي ادارې پټ اجرات نشي کولی


ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي چې د ملکي خدماتو د کارکوونکو د معاشونو د ورکولو برېښنايي سیستم په عملي کېدو سره یوه دولتي اداره هم په پټه اجرات نشي کولی.

ښاغلي غني د سې‌ شنبې په ورځ د اګست ۳ (زمري ۱۲) د ملکي خدماتو د کارکوونکو د معاشونو ورکولو برېښنايي سیستم د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې له دې وروسته د پیسو د سیستم په برېښنايي کېدو سره د فساد مخ په بشپړه توګه نیول کېږي.

جمهور رئيس غني زیاته کړه: "له دې وروسته یوه اداره هم نه د خپلو کارکوونکو شمېر، نه خپل تشکیل او نه هم خپل کسان پټولی شي. له سیستم څخه د باندې د ګومارنو مخ نیول کېږي. هغو کسانو ته چې د واسطو او وسیلو په اساس راشي په سلیقوي توګه د معاشونو ورکول باید ممکن نه وي".

همداشان ښاغلي غني وویل چې د معاشونو د نوي سیستم په تطبیقولو سره به د افغانستان د بودجې د لګولو او د ملکي خدماتو او وسله‌ والو ځواکونو د شمېر په اړه ابهامات هم له منځه لاړ شي.

د جمهور رئيس غني په وینا که پخوا دا سیستم فعاله شوی وی نو ورسره به د NTA له معاشونو څخه د استفادې مخنیوی شوی وی.

د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي په دې مراسمو کې وویل چې له دې وړاندې د مالیې وزارت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون، د مرکزي بانک او نورو اړوندو ادارو برېښنايي سیستمونه له یو بل سره نه و نښلول شوي، خو د دې سیستم په رامنځ ته کېدو سره به دا ټولې ادارې له یو بل سره ونښلول شوې دي.

د افغانستان حکومت په پام کې لري چې په بل ګام کې د دولت د ملکي خدماتو د کارکوونکو حاضري او د برېښنايي تذکرو سیستم هم له نوي جوړ شوي برېښنايي سیستم سره ونښلوي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون رئیس نادر نادري د معاشونو ورکولو د برېښنايي سیستم جوړېدل د افغانستان د بریښنايي بنسټونو په پراختیا کې یو مهم ګام یاد کړ.

ښاغلي نادري وویل د افغانستان د ملکي خدماتو ټول کارکوونکي بایومټریک شوي او له همدې امله په برېښنايي ټوګه د معاشونو ورکولو ته زمینه برابره شوه.

XS
SM
MD
LG