د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار اچین کې د داعش ضد عملیات پای ته ورسېدل


د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ مامند دره کې د داعش خلاف د افغان او بهرنیو ځواکونو عملیات پای ته ورسېدل.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې دغه عملیات له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې پیل شوې وو چې تېره ورځ پای ته رسېدلې دي.

نوموړی وايي په عملیاتو کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې تر زرو جنګیالي او د هغوی د کورنیو غړي افغان حکومت ته تسلیم شوي دي.

تېره ورځ هم دوه دېرش داعش غړي له خپلو کورنیو، ښځو او ماشومانو سره حکومت ته تسلیم شوي وو.

ختیځ زون کې د سېلاب قول اردو ویاند هارون یوسفزی وايي په دغو ګډو عملیاتو کې چې بهرنیو ځواکونو هم پکې ګډون درلود تر اوسه پکې لسګونه داعش وسله وال وژل شوي او ټپیان دي.

د اچین ولسوال عاشق الله سادات وايي د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې مهم مرکزونه له منځه وړل شوې دي خو اوس هلته د نویو امنیتي پوستو او بیارغونې کارونو ته اړتیا ده چې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شي.

د اچین ولسوالۍ د اسدخېلو سیمې اوسېدونکی عبد القیوم وايي سلګونه کورونه وران شوي او ځمکې یې هم له فصلونو وتلي، نو حکومت باید مرسته وکړي.

اچین د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې تر ټولو مهم ځای و چې د ۲۰۱۴ په اولو ورځو کې دغې ولسوالۍ کې فعال شول او وروسته نورو سیمو ته وغځېدل.

چارواکي وايي داعش نور په اچین کې ختم شول او مهم مرکزونه یې وران شوي دي.

XS
SM
MD
LG