د لاس رسي وړ اتصالات

غني:د داعش غړو مېرمنې او ماشومان پاکستان ته نه سپارم


ولسمشر محمد اشرف غني جلال اباد کې د قومي مشرانو ته په وینا کې وویل، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو او همدا شان پاڅونوالو په ګډه دې ولایت کې داعش ډله ختمه کړه.

ښاغلي غني نن سې شنبه د نومبر پر ۱۹مه د «لړم پر۲۸مه» دغه ولایت ته د سفر پر مهال د قومي مشرانو غونډې ته وویل:"هغه څه چې تاسې په تدبیر وکړل، به لویو بمونو هوايي عملو، کمانډو باندې ونه شو نو زه به تاسې ته مبارکي درکړم چې ولس له امنیتي ځواکونو سره په اتفاق وي هر څه کېدای شي. یو کال مخکې چا داسې فکر کولی شو چې موږ به دلته درېدلي یوو او د خدای شکر به ادا کوو چې داعش مو ختم کړ او نن ختم شول."

ولسمشر وویل:"د داعش د کورنیو غړو، ښځو او ماشومانو سره سره ښه چلند وشي,د داعش تسلیم شوې مېرمنې او ماشومان پاکستان ته نه سپارم."

نوموړي د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې اوسېدونکو داعش وسله والو د تسلیم شویو مېرمنو او ماشومانو په اړه وویل:"والي صاحب ژر تر ژره قومي مشرانو سره خبرې وکړئ، چې په یوه واضح طبقه بندۍ باندې راشي. زه غواړم چې مېرمنې او ماشومان په اسلامي، افغاني او پښتني چلند ورسره وشي او طریقه یې تاسې قومي مشرانو، قومونو سره برابره کړئ چې وزیرستان کې دي که خیبر، دیر کې دي. زه دوی پاکستان ته نه ورکوم، مګر خپلو خپلوانو ته یې ورکوم."

نوموړي زیاته کړه:"د دغو ماشومانو او مېرمنو د پالنې لپاره ما والي صاحب ته ویلي چې خاص وړاندیز وکړئ، لس ملیون، شل ملیون بودیجه غواړئ، زه غواړم چې د حوادثو له لارې ونه شي او مستقیمآ والي صاحب، ادارې او مشرانو باندې باور لرم سبا داسې ونه وايي چې دغه ماشومان وږي وو، تږي وو او یا بد چلند ورسره شوی دی."

نوموړي د تسلیم شویو او نیول شویو داعش په اړه هم وغږېد او ویې ویل:"د جنګیالو په برخه کې تاسې"قومي مشران" هدایت وکړئ، دا ستاسې حق دی، هره طریقه چې تاسې وړاندې کړئ نو مخکې له مخکې درته وایم هماغسې به کوم. تفیکیک باید وشي هغه چې د نورو هېوادونو دي او داخلي دي، مالوم شي چې څوک دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس په دې وروستیو کې څو ورځو کې د ښځو او ماشومانو په ګډن څه باندې ۷۰۰ داعش جنګیالي افغان پوځ ته تسلیم شوله.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، چې افغان پوځ ته په تسلیم شوو داعش جنګیالیو کې ۱۱۴ تنه پاکستانیان دي.

XS
SM
MD
LG