د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) چارواکو د ښځو او نجونو پروړاندې د تاوتریخوالي د ټولو ډولونو د مخنیوي او حل لپاره د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د (نومبر۲۵مه) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني کمپاین د پیل په مناسبت،د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان(OSCE) چارواکو د دې سازمان په ټوله سېمه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ټولو ډولونو د مخنیوي او پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د لا پیاوړو او دوامداره اقداماتو غوښتنه وکړه.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی چې د دې ناوړه پدیدې له منځه وړل نه یوازې د بشري حقونو یوه اړینه غوښتنه ده، بلکې د امنیت یو اساسي لومړیتوب هم ګڼل کېږي.
ددغه سازمان یوه چارواکي اېګناڅیو کاسیس ویلي، " موږ نه شو کولای باثباته، ټول شموله او سوله ییزې ټولنې جوړې کړو،څو ډاډ ترلاسه نه کړو چې ښځې او نجونې له خپلو حقونو څخه په بشپړه توګه برخمنې دي او د عامه او شخصي ژوند په ټولو برخو کې په برابره توګه ګډون کولای شي."
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان وايي، د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی د افرادو، ټولنو او په ټوله کې د ټولنې امنیت زیانمنوي.
دې سازمان په اعلامیې ویلي: د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی ورځ تر بلې بېلابېلې بڼې غوره کوي. انلاین ګواښونه، ناوړه چلند او ځورونه کولای شي ښځې او نجونې چوپې کړي، په عامه ژوند کې د هغوی ګډون محدود کړي او اوږدمهاله زیانونه ورته ورسوي.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان سرمنشي فریدون اېچ سینیرلیاوغلوویلي:د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پای ته رسول یوازې د بشري حقونو د یوې اړینې غوښتنې په اړه اقدام کول نه دي، بلکې دا زموږ د ګډ امنیت پر وړاندې د یوه ګواښ په وړاندې غبرګون ښودل هم دي.
د یادولو وړ ده چې د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې ۱۶ ورځنی کمپاین د (نومبر په ۲۵مه) پیل شوی او د (ډیسمبر تر ۱۰مې) به دوام وکړي.
فورم \ دبحث خونه