د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د یرغل له کبله څه باندې ۱.۷ میلیون اوکراینیان کډوال شوي 


بیځایه شوي‌اوکراینیان
بیځایه شوي‌اوکراینیان

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري UNCHR وایي چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل راهېسې څه باندې ۱.۷ میلیون اوکراینیان کډوال او بېځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق بیا وایي چې د دغو کډوالو نیمایي برخه ماشومان او ځوانان دي.

ملګري ملتونه وايي په اوکراین کې د روسیې د ځواکونو په پرمختګ سره او په خاص ډول د مرکز کیف په لوري به د خلکو بېځایه کېدل او کډوالي نوره هم زیاته شي.

وايي اوسني اکثریت کډوال مصونیت او بشري مرستو ته ضرورت لري.

د روسیې تر یرغل مخکې، شاوخوا ۳۷ میلیون خلک د حکومت تر کنترول لاندې سیمو کې ژوند کاوه. ملګري ملتونه وايي‌ چې د روسیې په بریدونو کې یو شمېر ولسي خلک هم وژل شوي او ډېرې ودانۍ او ډېر تاسیسات هم وران ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې د نورو اروپايي هېوادونو په پرتله پولنډ ته ډېر اوکراینیان کډوال شوي دي او یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۱۴۲۰۰۰ اوکراینیان هغه هېواد ته تللي دي.‌ وايي‌ هرو لسو اوکراینیانو کې یې شپږ پولنډ ته تللي‌ دي.

هنګري ته بیا ۱۸۰۰۰۰، سلواکیا ته ۱۲۸۰۰۰ او مالدووا ته ۸۲۷۰۰ او رومانیا ته ۷۹۰۰۰ اوکرانیان کډوال شوي ‌دي. نورو اروپايي هېوادونو بیا تر دې دمه ۱۸۳۶۰۰ اوکراینیان تللي دي.

د ملګرو ملتونو عالي‌کمېشنري وايي چې په اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهېسې ۵۳۰۰۰ اوکراینیان روسیې ته اوښتي دي.

ملګرو ملتونو د اوکرایني کډوالو سره د بشري مرستو لپاره د څه باندې یو میلیارد ډالرو غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې نن دوشنبه په اوکراین باندې د روسیې د یرغل دولسمه ورځ ده.

XS
SM
MD
LG