د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن کې د اوکراین سفارت: ۳۰۰۰ امریکایان د اوکراین دفاع لپاره جګړې ته تیار دي 


وروسته له هغې چې د اوکراین ولسمشر له نړۍ وغوښتل چې د روسیې پر وړاندې د اوکراینیانو له مقاومت سره یوځای شي، په واشنګټن کې ددې هیواد د سفارت یو استازي امریکاغږ ته وویل چې درې زره امریکایانو دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلي.

هغه زیاته کړه چې دغه شمیر امریکایان حاضر شوي دي چې په رضاکاره توګه په یوه نړیواله لیوا کې د روسیې د "اشغالګرو" ځواکونو پر وړاندې خدمت وکړي.

د اوکراین د سفارت دغه استازي همداشان وویل د نورو هیوادونو څخه هم یو شمیر زیاتو کسانو چې اکثریت یې د ګرجستان او بلاروس دي تیاری څرګند کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي تیره اونۍ په خپل تیلیګرام پاڼه د بهرنیانو یوې ۱۶زره کسیزې لیوا ته اشاره وکړه چې د هغه په وینا له هغوی غوښتل شوي چې د اوکراین، اروپا او نړۍ دفاع سره یوځای شي.

د اوکراین وسله والو ځواکونو د فیسبوک په یو پوست کې ویلي چې د هغه کسانو څخه چې پوځي تجربه لري غواړي د اوکرایني ځواکونو سره یوځای شي او د روسیې پر ضد مبارزه وکړي.

د اوکراین حکومت ویلي دي چې په موقتي توګه هغه کسان چې په خپله خوښه د اوکرایني ځواکونو سره یوځای کیږي کولای شي له ویزې پرته دې هیواد ته ورشي.

امریکایي متقاعد پوځي متیو پارکر، چې ۲۲ کاله یې د امریکا په وسله وال پوځ کې خدمت کړی د امریکاغږ ته وویل چې پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي برید وروسته یې هغه اوکرایني الاصله سرتیری وریاد شو چې په عراق کې د هغه تر څنګ خدمت کړی و.

ښاغلي پارکر وویل چې غواړي د هغه سرتیري سره د دوستۍ په پار او د عدالت نه د دفاع په خاطر اوکراین ته لاړ شي: "اوس غواړم پدې فکر اوسم چې اوکراین ته په تللو سره ښایي زه د هغه (اوکرایني سرتیري) د مور، کوچنۍ خور او یا د هغه د کور ساتنه وکړم او په یو ډول د هغه له خدمتونو څخه مننه وکړم."

په روسیه کې مظاهرې

دننه په روسیې کې د مسکو د پوځي اقدام پر وړاندې مخالفتونه مخ په زیاتیدو دي.

د مظاهرو د څارونکو یوه ډله وایي روسي ځواکونو نن د مارچ په شپږمه (کب ۱۵) څه دپاسه ۱۱۰۰ اعتراض کوونکي چې په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو پر ضد مظاهرو ته راوتلي وو نیولي دي.

د OVD-Infoپه نامه ډلې چې په روسیه کې یو غیر دولتي او د بشري حقونو د دفاع سازمان دی وویل چې دغه اعتراض کوونکي په ۳۵ ښارونو کې نیول شوي دي.

دغه سازمان همداشان ویلي دي چې پر اوکراین باندې د روسي پوځ د یرغل د پیل راهیسې تر اوسه ۸۴۷۲ اعتراض کوونکي په روسیه کې نیول شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې په اوکراین کې نښتې لا هم روانې دي او ددې هیواد حکومت ویلي چې روسي ځواکونه په سرحدي ښارونو باندې د بریدونو زیاتولو ته تیاری نیسي.

پاپ فرانسیس

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس، نن وویل چې متاسفانه په اوکراین کې "د وینو او اوښکو سیند" روان دی.

هغه د اوکرایني مهاجرو لپاره د یو بشري دهلیز د جوړیدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي فرانسیس زیاته کړه چې دا یواځې پوځي عملیات نه بلکه یوه داسې جګړه ده چې "مرګ، ویجاړۍ او بدبختي" رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالوعالي کمیشنرۍ پرون پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په لسمه ورځ اعلان وکړ چې تر اوسه پدې جګړه کې لږ تر لږه ۳۵۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۰۷ ملکیان ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG